Language

غزني کې د ځینو جرمونو په تور اته کسان نیول شوي

غزني ښار- پل علم (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): غزني ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تور اته کسان نيول شوي او بلخوا په لوګر کې د هوايي بريد له امله څلور طالبان وژل شوي دي.

د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د زمري په شپږمه خبريالانو ته وويل چې د دغه ولايت پوليسو اته کسان د انسان تښتونې، غلاوو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.

د قوماندان په وينا، په نيولو شوو کې څلور يې هغه کسان دي چې څه موده مخکې يې په مقر ولسوالۍ کې يو ماشوم تښتولى و او له کورنۍ څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه.

مشعل وايي چې ماشوم يې ترې ژغورلى او د دې ډلې د نورو کسانو د نيولو هڅې يې روانې کړې دي.

د هغه په وينا چې په پاتې څلورو نورو کسانو کې دوه د غلا او دوه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.

ده زياته کړه: ((موږ د غزني خلکو لپاره دوه شمېرې فعالې کړې دي چې د هر ډول پېښې په وخت له موږ سره اړيکه وکړي، دغه کسان مو هم د خلکو په مرسته نيولي دي.))

د قوماندان د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې يې سل کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.

دغه راز د يو  بل خبر له مخې، په لوګر کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى دى.

د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي نن پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په ګلابو سيمه کې د طالبانو پر يو سراچه موټر هوايي بريد کړى دى.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.