غزني ښار- پل علم (پژواک، ٦ زمرى ٩٧): غزني ولايت کې د بېلابېلو جرمونو په تور اته کسان نيول شوي او بلخوا په لوګر کې د هوايي بريد له امله څلور طالبان وژل شوي دي.
د غزني امنيه قوماندان سمونوال فريد احمد مشعل د زمري په شپږمه خبريالانو ته وويل چې د دغه ولايت پوليسو اته کسان د انسان تښتونې، غلاوو او نشه يي توکو د قاچاق په تور نيولي دي.
د قوماندان په وينا، په نيولو شوو کې څلور يې هغه کسان دي چې څه موده مخکې يې په مقر ولسوالۍ کې يو ماشوم تښتولى و او له کورنۍ څخه يې د پيسو غوښتنه کړې وه.
مشعل وايي چې ماشوم يې ترې ژغورلى او د دې ډلې د نورو کسانو د نيولو هڅې يې روانې کړې دي.
د هغه په وينا چې په پاتې څلورو نورو کسانو کې دوه د غلا او دوه د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول شوي دي.
ده زياته کړه: ((موږ د غزني خلکو لپاره دوه شمېرې فعالې کړې دي چې د هر ډول پېښې په وخت له موږ سره اړيکه وکړي، دغه کسان مو هم د خلکو په مرسته نيولي دي.))
د قوماندان د معلوماتو له مخې، په تېره يوه مياشت کې يې سل کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيولي او عدلي او قضايي ارګانونو ته يې سپارلي دي.
دغه راز د يو بل خبر له مخې، په لوګر کې پر وسله والو طالبانو هوايي بريد شوى دى.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي نن پژواک ته وويل چې تېره شپه افغان ځواکونو د محمداغې ولسوالۍ په ګلابو سيمه کې د طالبانو پر يو سراچه موټر هوايي بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې د طالبانو د سيمه ييزو قوماندانانو ملا مصطفى او ملا سليم په ګډون څلور تنه وژل شوي دي.
ده وويل چې يادو کسانو د کابل- ګردېز پر لويه لار کمينونه نيول او دولتي کسان به يې ترور کول.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










