Language

شاهين قول اردو: په شمال کې د داعش حضور د اندېښنې وړ نه دى

مزارشريف ( پژواک، ۸ زمری، ۹۷) د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواکي وايي چې په شمال زون کې د داعش حضور او فعاليت دومره نشته او له خلکو غوښتنه کوي چې په  دې اړه دې اندېښنه نه کوي.

دوى زياتوي چې دمګړۍ يواځې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې د داعش د شتون په اړه راپورونه شته چې په وينا يې ډېر ژر به يې د ځپلو لپاره عمليات پيل شي.

د قول اردو د مسوولينو په وينا، د وروستيو عملياتو پر مهال يې په فارياب او کندوز ولايتونو کې د دولت وسله وال مخالفين ځپلي او ډېرې سيمې يې ترې نيولې دي.

د بلخ لسګونه مدني فعالان او ځوانان د زمري په ۸مه د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندانۍ ته ورغلي وو او هلته يې د افغان ځواکونو د وروستيو لاسته راوړنو د درناوي په موخه له دغو ځواکونو څخه ملاتړ وکړ.

مدني فعال سيد محمد يزدان پرست د يادې ملاتړ غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اوسنيو شرايطو کې افغان ځواکونه د ولس پراخ ملاتړ ته اړتيا لري.

نوموړي زياته کړه چې يو شمېر کړۍ په دې لټه کې دي څو په يو او بل نوم افغان ځواکونو پسې تبليغات وکړي چې په وينا يې دغه ډول هڅې د ملي ګټو خلاف او د هېواد پر زيان تمامېږي.

هغه زياته کړه: ((که موږ په ارامه فضا کې ژوند کوو، که زموږ ماشومان ښوونځيو ته ځي او که موږ په ډاډه زړه جوماتونو کې عبادات کوو، نو دا ټول د همدې افغان امنيتي ځواکونو د سرښندنې او قربانۍ پايله ده.))

نوموړی وايي، هر هغه څوک چې د افغان ځواکونو پر سپېڅلې مبارزې شک کوي او يا هم غواړي چې دغه مبارزه بدنامه کړي، د هغه په وينا د پنځم ستون غړي دي او د پرديو په اشاره دغه کړنې ترسره کوي.

يزدان پرست زياتوي چې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ يو ټولنيز مسووليت دی چې خلک يې بايد ادا کړي.

login or register a new account.