مزارشريف ( پژواک، ۸ زمری، ۹۷) د ۲۰۹ شاهين قول اردو چارواکي وايي چې په شمال زون کې د داعش حضور او فعاليت دومره نشته او له خلکو غوښتنه کوي چې په دې اړه دې اندېښنه نه کوي.
دوى زياتوي چې دمګړۍ يواځې د جوزجان په درزآب ولسوالۍ کې د داعش د شتون په اړه راپورونه شته چې په وينا يې ډېر ژر به يې د ځپلو لپاره عمليات پيل شي.
د قول اردو د مسوولينو په وينا، د وروستيو عملياتو پر مهال يې په فارياب او کندوز ولايتونو کې د دولت وسله وال مخالفين ځپلي او ډېرې سيمې يې ترې نيولې دي.
د بلخ لسګونه مدني فعالان او ځوانان د زمري په ۸مه د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندانۍ ته ورغلي وو او هلته يې د افغان ځواکونو د وروستيو لاسته راوړنو د درناوي په موخه له دغو ځواکونو څخه ملاتړ وکړ.
مدني فعال سيد محمد يزدان پرست د يادې ملاتړ غونډې پر مهال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اوسنيو شرايطو کې افغان ځواکونه د ولس پراخ ملاتړ ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه چې يو شمېر کړۍ په دې لټه کې دي څو په يو او بل نوم افغان ځواکونو پسې تبليغات وکړي چې په وينا يې دغه ډول هڅې د ملي ګټو خلاف او د هېواد پر زيان تمامېږي.
هغه زياته کړه: ((که موږ په ارامه فضا کې ژوند کوو، که زموږ ماشومان ښوونځيو ته ځي او که موږ په ډاډه زړه جوماتونو کې عبادات کوو، نو دا ټول د همدې افغان امنيتي ځواکونو د سرښندنې او قربانۍ پايله ده.))
نوموړی وايي، هر هغه څوک چې د افغان ځواکونو پر سپېڅلې مبارزې شک کوي او يا هم غواړي چې دغه مبارزه بدنامه کړي، د هغه په وينا د پنځم ستون غړي دي او د پرديو په اشاره دغه کړنې ترسره کوي.
يزدان پرست زياتوي چې له افغان امنيتي ځواکونو ملاتړ يو ټولنيز مسووليت دی چې خلک يې بايد ادا کړي.
هغه په رسنيو کې يو شمېر شنونکو ته په اشارې وويل چې دغه خلک د ګاونډيو استخباراتو په لارښوونه غواړي د افغان ځواکونو په تړاو د عامو خلکو ذهنيت خراب کړي.
يزدان پرست وويل: ((که د حکومت سياسي مخالفين د افغان ځواکونو وړو اشتباهاتو ته هوا ورکوي، نو بيا ولې د ترهګريزو بريدونو په تړاو چوپه خوله دي، ښکاره ده چې دغسې خلک د بل چا په اشاره روان دي.))
نوموړي له حکومته هم غوښتنه وکړه چې د افغان امنيتي ځواکونو د قربانيانو له کورنيو سره د مرستې په خاطر بايد د مرستې يو صندوق جوړ شي چې خلک کومک ورسره وکړي.
مدني فعالې نجيبې نورزۍ هم په خپلو خبرو کې له افغان ځواکونو ملاتړ د هر افغان مسووليت وګاڼه.
هغې غوښتنه وکړه چې ټول سياسي مشران، د ګوندونو مسوولين، او د ټولنې ټول اصناف بايد د افغان ځواکونو په تړاو له هر ډول منفي څرګندونو ډډه وکړي.
نوموړې زياتوي چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې له منفي تبليغاتو سره د دغو ځواکونو روحيه کمزورې کېږي او ټوله ګټه يې وسله والو مخالفينو ته رسېږي.
په ورته وخت کې د شاهين قول اردو مسوولين د يادو مدني فعالانو له ملاتړه د مننې تر څنګ وايي چې د هېواد ساتنې په موخه به خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د ۲۰۹ شاهين قول اردو سرپرست قوماندان جنرال عبدالرحمان حقبين پژواک خبري اژانس سره خبرو کې وويل چې افغان ځواکونه دمګړۍ په کندوز او فارياب ولايتونو کې پر پوځي عملياتو بوخت دي.
هغه زياته کړه چې افغان ځواکونه وسله والو مخالفينو ته دا فرصت نه ورکوي چې د ولايتونو او ولسواليو کې سيمې ونيسي او هلته خوندي ځايونه جوړ کړي.
نوموړی وايي چې وسله والو مخالفينو غوښتل په تېرو څو مياشتو کې د شمالي ولايتونو يو شمېر ولسواليو ته سقوط ورکړي، خو په خبره يې چې دغه پلانونه يې خنثی شوی دی.
د شاهين قول اردو قوماندان د بېلګې په ډول د بدخشان زيباک، د جوزجان درزاب او قوش تېپه، د سرپل صياد، د کندوز دشت ارچي او د فارياب کوهستان ولسواليو ته په اشارې وويل چې وسله والو ډېره هڅه وکړه څو دغه ستراتيژيکې ولسوالۍ سقوط کړي خو ونه توانېدل.
نوموړی زياتوي چې دمګړی په کندوز، تخار او فارياب ولايتونو کې د افغان ځواکونو پلان شوي عمليات روان دي چې په خبره يې زياتې سيمې د دولتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
هغه وايي چې په يادو ولايتونو کې وسله والو ته د ځاني تلفاتو اوښتو تر څنګ ډېرې وسلې هم نيولې دي.
د شاهين قول اردو د قوماندان په خبره، فارياب کې يې له قيصار، المار او يو شمېر نورو ولسواليو سره د ميمنې ښار لويې لارې پرانيستې چې خلک پرې په ډاډه زړه تګ راتګ کولای شي.
نوموړي د پژواک د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل چې شمالي ولايتونو کې د داعش حضور او فعالت د اندېښنې وړ نه دی او له خلکو يې غوښتنه وکړه چې په دې تړاو دې تشويش نه کوي.
هغه زياتوي چې يواځې د جوزجان له درزاب ولسوالۍ څخه ورته د داعش د فعاليت راپورونه رسېدلي چې په وينا يې ډېر ژر به يې پر ضد عمليات پيل شي.
د پوځ دغه چارواکي د بلخ له مدني فعالانو مننه وکړه چې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه قول اردو ته ورغلي دي.
جنرال حقبين وويل: ((د خلکو ملاتړ موږ ته روحيه راکوي چې نور هم خپلو دندو ته پاملرنه زياته کړو او د هېواد د ساتنې برخه کې هېڅ ډول تنبلي رانه ونه شي.))
د بلخ مدني فعالان په داسې حال کې له سياسي څېرو او ډلو غواړي چې د امنيتي ځواکونو پر وړاندې له منفي تبليغاتو ډډه وکړي چې څو ورځې وړاندې په کابل کې د افغانستان ژغورنې لوی ملي ايتلاف پرانيسته کې ويناوالو نيوکه کړې وه چې يو شمېر امنيتي مسوولين خپلو دندو کې ناغېړي کوي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










