Language

افغان ځواکونو کندوز کې د طالبانو له زندانه  پنځه بنديان ازاد کړل

کندوزښار(پژواک،١٣زمرى٩٧): افغان ځانګړو ځواکونو د کندوز په دشتي ارچي ولسوالۍ کې د طالبانو پر يو زندان چاپه وهلې او پنځه تنه يې ازاد کړي دي.

د دشتي ارچي ولسوالۍ امنيه قوماندان سمونمل نيازمحمد نن د زمري په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه افغان ځانګړو ځواکونو د ځمکې او هوا له لارې د دې ولسوالۍ په باجوړو سيمه کې د طالبانو پر يو زندان عمليات کړي دي.

هغه وايي چې د دغو عملياتو په ترڅ کې پنځه تنه د طالبانو له زندان څخه ژغورل شوي او شپږ تنه طالبان بيا لا درکه شوي دي.

نوموړي په دغه پېښه کې د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.

دغه راز د کندوز د ولايت مقام مطبوعاتي دفتر هم د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره پېښه تاييد کړې ده.

سرچينه وايي چې ازاد شوي زندانيان هوايي ځواکونو له ځانه سره بيولي دي او د عملياتو پرمهال يې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اړولې ده.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

login or register a new account.