محمودراقي (پژواک، ١٣ زمرى ٩٧) : چارواکي وايي چې د کاپيسا په تګاب ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو يو قوماندان وژل شوى دى.
د تګاب امنيه قوماندان محمد نعيم ساپي د زمري په ١٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د سيمه ييزو پوليسو قوماندان غنم ګل ساپى تېره شپه د وسله والو د يوه کمين په ترڅ کې وژل شوى او يو ساتونکى يې ټپي دى.
خو هغه زياته کړه، دا تر اوسه نه ده معلومه چې نوموړى د وسله والو مخالفينو له خوا وژل شوى او که د ځايي وسله والو له لوري .
د نوموړي په وينا، دوى په سيمه کې ځينې نور شخصي مسايل هم درلودل، خو په دې اړه څېړنې پيل شوې دي.
د طاهر په نامه د سيمې يو تن اوسېدونکي هم پژواک ته وويل چې غنم ګل په سيمه کې شخصي دښمنۍ لرلې.
تر اوسه ددې پېښې مسووليت چا نه دى منلى .
د يادونې ده چې څوکاله پخوا د نوموړي یوبل ورور چې د سیمه ييزو پولیسو قوماندان و، د نجراب پر لویه لاره د وسله والو له خوا وژل شوی و.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP