پلخمري (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت د دغه ولايت د ښار او کور جوړولو رياست لپاره د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د ښار او کور جوړولو ریيس شکرالله پیمان د زمري په ١٤مه وویل چې تر اوسه دوى خپلې چارې په کرايي ودانۍ کې پر مخ وړي.
هغه زياته کړه: ((دغه نوې ودانۍ د ١٥ ميليونه افغانيو په لګښت په دوو پوړونو کې د يو کال په موده کې جوړېږي.))
دغه راز د بغلان والي عبدالحى نعمتي وويل چې د دې پروژې په تطبيق سره به د ياد رياست ډېرې ستونزې هوارې شي.
هغه زياته کړه: ((زموږ د ښار او کور جوړولو ریاست تر دې وړاندې ودانۍ نه لرله، په کرايي کورونو کې و، خو کله چې دغه ودانۍ جوړه شي، نو ډېر مشکلات به يې حل شي.))
د يادونې ده، څو ورځې وړاندې د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د نهه ميليونه افغانيو په لګښت د قهوه خانې تفريحي پارک د جوړېدو چارې هم پيل شوې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن