ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند خلک: ښکېلې خواوې دې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي

د هلمند خلک: ښکېلې خواوې دې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي

author avatar
5 Aug 2018 - 17:16
د هلمند خلک: ښکېلې خواوې دې جګړه بنده او د سولې خبرې پیل کړي
author avatar
5 Aug 2018 - 17:16

لښکرګاه (پژواک، ١٤ زمرى ٩٧): په هلمند کې سلګونو قومي مشرانو، ديني عالمانو او عامو خلکو له حکومت او طالبانو وغوښتل چې د ديني عالمانو فتوا ته د احترام لپاره دې جګړه بنده او د سولې خبرې دې پيل کړي.

دوى دغه خبرې نن د دغه ولايت په مرکز لښکرګاه کې جوړه شوې غونډه کې وکړې.

د هلمند د سولې کمېټې مشر غلام محمد اسحاقزي په دې غونډه کې وويل چې دغه کسان د اندونيزيا، جدې او مکې غونډو او د نړۍ د ديني عالمانو د فتواګانو د ملاتړ په خاطر را ټول شوي دي.

ده زياته کړه، د افغانستان ټول خلک د سولې غوښتونکي دي، نو حکومت او طالبان هم بايد د جګړې په دريځ کې تغيير راولي.

ديني عالم مولوي عبدالله وويل چې په افغانستان کې روانه جګړه د افغانانو په خير نه ده او هېڅ ډول شرعي جواز نه لري.

ده زياته کړه: ((سوله د قران امر دى، څو ځلې له غير مسلمانانو سره اوربند او سوله شوې او دلته خو بيا دواړه لوري مسلمانان دي، بايد اوربند او سوله وکړي.))

د هلمند د ولايتي شورا رييس عطاءالله افغان وويل، دوى چمتو دي چې د سولې په برخه کې له حکومت او طالبانو سره مرستې وکړي.

ده وويل: ((د علماوو له وروستيو فتواوو سره مخالفت د اسلام د دين پر وړاندې مخالفت دى، پر ښکېلو خواوو غږ کوو چې د عالمانو فتواوو ته دې احترام وکړي او د سولې خبرې دې پيل کړي.))

دغه راز په دې غونډه کې د هلمند د ښځو چارو سرپرستې قمرنيازۍ وويل چې د روانو جګړو له امله تر ډېره ښځې ځورېدلې، نو ښځې هم پر دواړو خواوو غږ کوي چې د جګړې پر ځاى سولې ته مخه کړي.

هغه زياتوي: ((په دې غونډه کې لسګونه ښځې ناستې دي، دوى ټول په يو غږ د سولې غوښتنه کوي.))

په دې غونډه کې څو نورو کسانو هم ورته څرګندونې وکړې.

د يادونې ده، تېره مياشت د افغانستان د سولې په تړاو په جده او مکه کې د نړۍ ديني عالمانو غونډې وکړې چې په پايله کې د يو پرېکړه ليک په صادرولو سره يې د افغانستان جګړه حرامه وبلله او پر ښکېلو غاړو يې د سولې د خبرو پر کولو يې ټينګار وکړ.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.