کندوز (پژواک، ١٨ زمرى ٩٧): په کندوز کې د ولسي جرګې د يو کانديد پلويانو د اعتراض په توګه د دغه ولايت د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازه تړلې ده.

د دغو اعتراض کوونکو چې شمېر شاوخوا درې سوه کسانو ته رسېده، نن له غرمې مخکې شاوخوا لس بجې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون دروازه وتړله.

د کندوز ولايتي شورا غړي او اعتراض کوونکي مولوي خوش محمد پژواک ته وويل چې د شکايتونو کمېسيون د ولسي جرګې له ځوان نوماند اجمل شاپور سره سليقوي چلند کړى دى.

ده وويل: ((د شاپور نوم يې له لېست څخه ايستلى دى، په داسې حال کې چې همدا اوس د ډېرو غاصبينو، قاتلينو او د نشه يي توکو د کاروباريانو نومونه په لېست کې شته دي.))

دغه راز بل لاريون کوونکي نورالرحمن پژواک ته وويل چې د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون خپلواک نه دى، د يوې ځانګړې کړۍ په خوښه چلند کوي.

ده وويل: ((دغه ځل خو مو دروازه د موقت وخت لپاره تړلې ده، که چېرې شاپور بېرته په لېست کې شامل نه کړي، د دايم لپاره يې دروازه تړو.))

همدارنګه د لاريون یوه تنظيموونکي وحيدالله رحماني پژواک ته وويل چې دوى د کمېسيون دروازه تړلې خو د کمېسيون غړو تر اوسه له دوى سره په دې اړه خبرې نه دې کړې.

نوموړي زياته کړه: ((که خبرې وکړو کېداى شي کومې نتيجې ته سره ورسېږو.))

دا په داسې حال کې ده چې د کندوز د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکو له رسنيو سره په دې اړه له خبرو کولو ډډه وکړه.

خو بل لور ته د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رييس محمد نظري پژواک ته وويل که څه هم له طرزالعمل سره سم د شکايتونو د ثبت لړۍ پاى ته رسېدلې، خو که چېرې ګڼ شمېر خلک د يوې موضوع په اړه شکايت وکړي او اسناد وړاندې کړي، نو کمېسيون يې شکايت ثبتوي.

ده زياته کړه چې د نوماندانو په اړه د شوو شکايتونو څېړلو لړۍ روانه ده او په راتلونکو دوو ورځو کې به د شکايتونو کمېسيون د خپلو څېړنو پايله د ټاکنو له کمېسيون سره شريکه کړي.