Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کندهار کې پولیسو او وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندهار (پژواک، ۱۸ زمری ۹۷): په کندهار کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو تر منځ نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

وسله والو تېره شپه ناوخته د سپين بولدک ولسوالۍ په لکړې سیمه کې د سرحدي پولیسو پر امنیتي پوسته برید کړی او د دواړو لورو تر منځ څو ساعته جګړه شوې ده.

یوه باوري سرچینه وايي، په دې جګړه کې ۲ وسله وال وژل شوي او ۳ ټپيان شوي او دغه را ۳ پولیس وژل شوي او ۳ نور ټپيان شوي دي.

پر دغه پوسته څو ورځې مخکې هم ورته برید شوی و چې شاوخوا ۱۶ پولیس په کې وژل شوي وو او همدومره ټپيان شوي وو.

خو وسله وال طالبان بیا ادعا کوي چې په دغه سیمه کې یې تېره شپه ۶ پولیس په لایزري توپکونو ویشتلي دي.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ضیا درانی له دې پېښې ناخبري ښيي خو وايي تېره شپه وسله والو د سپین بولدک په ګاونډ ښورابک ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وویل، تېره شپه نهه بجې وسله والو د دغې ولسوالۍ مرکز ته څېرمه پر یوې امنیتي پوسته برید وکړ او د دواړو لورو تر منځ د سهار تر څلورو بجو جګړه روانه وه.

دی وايي، د جګړې په پایله کې یو پولیس وژل شوی او بل ټپي شوی او دغه راز وسله والو ته هم مرګ ژوبله اوښتې خو کره شمېر یې معلوم نه دی.

د یوه بل خبر له مخې، نن غرمه وسله والو موټر سایکل سپرو د کندهار ښار د څلورمې حوزې اړوند شاه جامع جومات ته څېرمه پر یوه پولیس افسر ډزې کړي او هغه یې وژلی دی.

د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند د پېښې په اړه معلومات ور نه کړل خو یوې امنیتي سرچینې پژواک ته ومنله چې نامعلومو وسله والو په دغه ساحه کې یو پولیس افسر وژلی او تښتېدلي دي.

په دې اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ویلي.

په دې وروستیو کې د کندهار په سرحدي ولسوالیو کې پر امنیتي پوستو بریدونه ډېر شوي چې دواړو لورو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.