ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

” ننګرهار کې د بې کارۍ له امله پر نشه د روږدو ځوانانو شمېر ډير شوی “

12 Aug 2018 - 16:53
12 Aug 2018 - 16:53

جلال اباد (پژواک،  ٢١ زمری ۹۷): د ننګرهار ولايت ځوانان وايي چې په دغه ولايت کې د ځوانانو د بې روزګارۍ کچه ډېره شوې او له امله يې پر نشه د روږدو کسانو شمېر ډېر شوی دی.

دوی دا څرګندونې د زمري په ۲۰مه جلال اباد ښار کې د ځوانانو د نړيوالې ورځې د نمانځغونډې پرمهال وکړې او غوښتنه يې وکړه چې حکومت دې د ځوانانو پر کار بوختولو برخې ته ډېره پاملرنه وکړي.

په غونډه کې د ننګرهار والي حيات الله حيات هم د ځوانانو د ستونزو د ډاډ ورکولو ترڅنګ هغوی د دغه ولايت د امنيت په تامين، نشه يي توکو سره د مبارزې، غصب مخنيوي او يو شمېر نورو برخو کې همکارۍ ته وهڅول.

د ننګرهار د ځوانانو چارو امر مطيع الله احمدزي وويل چې د هېواد د يو شمېر نورو ولايتونو په څېر دلته هم د بې روزګارۍ کچه ډېره شوې او له امله يې ځوانان په نشه يي توکو روږدي شوي.

هغه که څه هم ځوانانو ته د کارموندنې په برخه کې د حکومت د روانو هڅو ستاينه کوي؛ خو وايي ، هغسې هم کار نه دی شوی لکه څرنګه چې د حکومت دواړو مشرانو د ټاکنيزو مبارزو پرمهال له ځوانانو سره ژمنې کړې دي.

د ځوانانو په پارلمان کې د ننګرهار استازی محمد هلال هلال هم وايي چې دلته د ځوانانو بې روزګارۍ د روږدو کسانو شمېر ډېر کړی دی.

هغه له پژواک سره د خبرو پرمهال له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې ځوانانو ته د کار موندنې لپاره ځانګړې طرحې او پروګرامونه رامنځته کړي.

مدني فعال انجنير نظير احمد مختار وايي، بې روزګاري نه يوازې دا چې ځوانان په نشو روږدو کوي، د نا امنۍ کچه هم ورسره ډېرېږي.

هغه وايي، بې روزګاره ځوانان اړ دي چې يا پر نشه روږدي شي، يا کلی وطن پرېږدي بهرنيو هېوادونو ته لاړ شي او يا هم له وسله والو سره يو ځای شي.

خو د ننګرهار والي حیات الله حيات وایي چې ځوانانو ته د کارموندنې لپاره هڅې ګړندۍ شوي او يوازې روان کال په دولتي کچه ۱۱۲۲ تنه پر دندو ګومار شوي دي.

هغه چې د ځوانانو د نړيوالې ورځې دغه نمانځغونډه کې يې خبرې کولې، ځوانان يې د حکومت ملاتړ، نشه يي توکو سره مبارزې، د غصب مخنيوي، له فساد سره مبارزې او سولې په برخو کې هلو ځلو ته راوبلل.

که څه هم هر کال په افغانستان کې د ځوانانو د ورځې نمانځلو په نامه په ميليونونو افغانۍ مصرفونه کېږي، د دوی په نامه ګڼې پروژې اخېستل کېږي؛ خو د ځوانانو په ژوند کې تغير نه دی رامنځته شوی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.
Exit mobile version