Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

“که طالبان جګړې ته دوام ورکړي، خلک به يې پر وړاندې ودرېږي”

ګردېز (پژواک، ٢٢ زمرى ٩٧): له پېښوره د کډوالو د سوله غوښتنې حرکت يو ځل بيا له وسله والو طالبانو د اوږدمهاله اوربند غوښتنه وکړه.

دوی ټينګار وکړ چې ولس تر وروستي بريده له جګړې ستړی شوی، د سولې خبرو ته تر ډېره زمينه برابره شوې او طالبانو ته په کار ده چې د ولس د سولې غوښتنې ته مثبت ځواب ووايي.

د ياد حرکت مشر جرنېل پښتون د زمري ٢٢مه د يوې خبري غونډې پر مهال وويل چې له ځينو سیمه ييز وسله والو طالبانو سره يې ناستې کړې او هغوی هم سوله د هېواد اړتيا بللې ده.

پښتون د سولې په برخه کې د حکومت هڅې او د اسلامي نړۍ ملاتړ ستايي او ټينګار کوي چې دې سڅو ته بايد دوام ورکړل شي.

دی وايي: ((اختر خو هسې هم خوشالي ده، هغه خو ما ته د مسلمان په حيث الله پاک راکړې ده؛ نو ته څوک يې چې درې ورځې سوله اعلانوي او وروسته بيا ما ته په مورچه کې ولاړ يې، ما ته لاس په ټوپک ولاړ يې او وژنې مې؛ دا خو له دې ولس سره ظلم دی، له اسلام او انسانيت سره ظلم دی. حکومت ته هم وايم چې په دې لاره کې قدم واخلي.))

د دغه کاروان غړی روزالدين ميوند اوربند د سولې لپاره اساسي چاره يادوي او وايي چې د باور د کاملې فضا رامنځته کولو لپاره بايد انعطاف او پر مهمو مسايلو د بحث لپاره اوږدمهاله اوربند وشي.

ميوند وويل: ((زموږ دولت خو سوله کوي چې څوک سوله نه راسره کوي، څه وکړو؟ ايا زه د دې دولت يو رسمي کارمند يم؟ نه، ممکن يو محصل او يو عادي سړی يم؛ خو زما او د نظامي فرق نشته او دواړه وژل کېږو، اما دې خلکو ته څوک ووايي چې سوله راسره وکړي؟ سوله خو يو الهي امر دی، که څوک د خدای له اوامرو او فرايضو څخه منکر وي، هغه خو کافر دی.))

دغه راز د پکتيا د علماوو شورا مشر قاري خواجه الدين حقبيان وايي چې د دولت او سولې شورا په داخل کې ځيني کسان د سولې د رښتينو هڅو په مخکې خنډونه جوړوي.

حقبيان په دې اړه د چا نوم وانه خيست، خو ويې ويل چې د جګړې دواړو خواوو کې يوازې افغانانو ته زيان اوړي.

نوموړی وايي: ((که د ملي اردو سرباز، پوليس او هر څوک وي، دا هم يو اميد او ارمان لري او که نه يې لري؟ زموږ لوی خلک د دوی په وينو تجارت کوي. موږ ولس يو، امن غواړو او سوله غواړو او له دواړو خواوو جدي غوښتنه کوو.))

همدارنګه د پکتيا ولايتي شورا پخوانی غړی حفيظ الله مبارز روانه جګړه پردۍ او د پرديو د ګټو لپاره بولي او له طالب مشرانو غواړي چې حالات درک کړي او د هېواد ژغورلو لپاره د سولې با مسووليته اقدام وکړي.

مبارز وايي چې لوی اختر د اوربند او د سولې د رسمي مذاکراتو د پيل غوره وخت دی.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.