ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله د برېښنا تولید کم شوی

کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله د برېښنا تولید کم شوی

author avatar
23 Aug 2018 - 13:40
کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله د برېښنا تولید کم شوی
author avatar
23 Aug 2018 - 13:40

لښکرګاه(پژواک، د وږي لومړي نیټه ۹۷): د هلمند د کجکي برېښنا بند کې د اوبو د کموالي له امله د برېښنا توليد يوولس ميګاواټه کم شوى دى.

د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کجکي برېښنا بند پخوا ٥١ ميګاواټه برېښنا توليدوله خو سږ کال د اوبو د کموالي او وچکالۍ امله د برېښنا دغه توليد ٤٠ ميګاواټو ته را ټيټ شوى دى.

نوموړي د کندهار او هلمند د برېښنا له مشتريانو غوښتنه وکړه چې په اړوند برخه کې خپل لګښتونه کم کړي او د برېښنا د لګښت پيسې هم پر خپل وخت تحويل کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کجکي په بند کې د اوبو د کموالي له امله دا مهال يواځې د برېښنا په تونل کې اوبه راځي، د کرنې د برخې د اوبو تونلونه تړل شوي دي.

قانع وويل: ((کروندګر هم له همدې اوبو استفاده کوي خو زما غوښتنه ترې دا ده چې اوبه لږې مصرف کړي؛ ځکه تر څو په راتلونکي کې د اوبو د کمښت له مشکل سره مخ نه شو.))

په دې اړه د لښکرګاه ښار اوسېدونکي محمد نادر وايي چې يو کال وړاندې د کجکي برېښنا بند درېيم توربين هم جوړ شو چې ټولو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړل شوې وه.

خو هغه وايي: ((په دې وروستيو کې د شپې له مخې برق نوبتي شوى، نه پوهېږم څه مشکل پيدا شوى دى.))

دغه راز د وادي هلمند سينديزې حوزې عمومي رييس نجيب الله جويني پژواک ته وويل چې د کجکي په بند کې د اوبو د کموالي نښې ښکاره شوې دي.

هغه وايي: ((موږ سر له همدا اوسه کوښښ کوو چې په زراعت او برق باندې اوبه کمې کړو، څو په روان کال کې اوبه خلاصې نه شي.))

د نوموړي په وينا، که څه هم دا مهال اوبه يواځې د برېښنا لپاره پرېښودل شوې خو د احتياط لپاره دا اوبه هم بايد کمې پرېښودل شي.

په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې څو ورځې وړاندې د کجکې برېښنا له بند څخه ليدنه کړې ده.

ده وويل: ((د خلکو د همکارۍ په صورت کې دا ستونزه حل کيداى شي، اوبه بايد ښه مديريت شي او خلک بايد د برېښنا لګښت کم کړي او کروندګر بايد د اوبو په لګښت کې کموالى راولي.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.