منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۲ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کجکي بند کې د اوبو کموالي له امله د برېښنا تولید کم شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۵۵ کتنې

لښکرګاه(پژواک، د وږي لومړي نیټه ۹۷): د هلمند د کجکي برېښنا بند کې د اوبو د کموالي له امله د برېښنا توليد يوولس ميګاواټه کم شوى دى.

د هلمند د برېښنا رييس نصرالله قانع پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کجکي برېښنا بند پخوا ٥١ ميګاواټه برېښنا توليدوله خو سږ کال د اوبو د کموالي او وچکالۍ امله د برېښنا دغه توليد ٤٠ ميګاواټو ته را ټيټ شوى دى.

نوموړي د کندهار او هلمند د برېښنا له مشتريانو غوښتنه وکړه چې په اړوند برخه کې خپل لګښتونه کم کړي او د برېښنا د لګښت پيسې هم پر خپل وخت تحويل کړي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د کجکي په بند کې د اوبو د کموالي له امله دا مهال يواځې د برېښنا په تونل کې اوبه راځي، د کرنې د برخې د اوبو تونلونه تړل شوي دي.

قانع وويل: ((کروندګر هم له همدې اوبو استفاده کوي خو زما غوښتنه ترې دا ده چې اوبه لږې مصرف کړي؛ ځکه تر څو په راتلونکي کې د اوبو د کمښت له مشکل سره مخ نه شو.))

په دې اړه د لښکرګاه ښار اوسېدونکي محمد نادر وايي چې يو کال وړاندې د کجکي برېښنا بند درېيم توربين هم جوړ شو چې ټولو ته ٢٤ ساعته برېښنا ورکړل شوې وه.

خو هغه وايي: ((په دې وروستيو کې د شپې له مخې برق نوبتي شوى، نه پوهېږم څه مشکل پيدا شوى دى.))

دغه راز د وادي هلمند سينديزې حوزې عمومي رييس نجيب الله جويني پژواک ته وويل چې د کجکي په بند کې د اوبو د کموالي نښې ښکاره شوې دي.

هغه وايي: ((موږ سر له همدا اوسه کوښښ کوو چې په زراعت او برق باندې اوبه کمې کړو، څو په روان کال کې اوبه خلاصې نه شي.))

د نوموړي په وينا، که څه هم دا مهال اوبه يواځې د برېښنا لپاره پرېښودل شوې خو د احتياط لپاره دا اوبه هم بايد کمې پرېښودل شي.

په دې اړه د هلمند والي محمد ياسين خان پژواک ته وويل چې د يادې ستونزې د حل په موخه يې څو ورځې وړاندې د کجکې برېښنا له بند څخه ليدنه کړې ده.

ده وويل: ((د خلکو د همکارۍ په صورت کې دا ستونزه حل کيداى شي، اوبه بايد ښه مديريت شي او خلک بايد د برېښنا لګښت کم کړي او کروندګر بايد د اوبو په لګښت کې کموالى راولي.))

والي وايي که چېرې په شمالي ولايتونو کې لږ باران هم وشي دغه ستونزه به هواره شي خو تدابير بايد مخکې له مخکې ورته ونيول شي.

د يادونې ده، دا مهال د يوې ترکۍ کمپنۍ له لوري د کجکي په برېښنا بند کې د څلورو نورو توربينونو د سروې چارې روانې دي چې په فعالېدو سره به يې د دغه بند د برېښنا توليد ١٥١ ميګاواټو ته لوړ شي چې نږدې ولايتونه به هم ترې برخمن شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول فيچرونه