کابل (پژواک، ۲ وږى ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولسي جرګې ټاکنو لپاره له نهه ميليون څخه د ډېرو راى پاڼو د ژر چاپ خبر ورکوي او وايي چې هيله لري تر سبا پورې به ددغه کمېسيون اړوند دفترونه خلاص شي .
د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د وياند مرستيال عبدالعزیز ابراهیمي وايي چې د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره د راى پاڼو د چاپ په موخه چمتوالى نيول شوى او ددغه کمېسيون رهبرۍ دوه ورځې مخکې د راى پاڼو د ډيزاين طرحه نهايي او دوبۍ ته يې د چاپ په موخه واستوله .
ابراهيمي د وږي په ٢مه پژواک اژانس ته وويل چې ټاکل شوې نهه ميليون او ٧٢زره راى پاڼې په دوبۍ کې چاپ شي .
هغه ددغو راى پاڼو د چاپ د لګښت په اړه معلومات ورنه کړل، خو ويې ويل چې لګښت يې د ملګرو ملتونو له خوا ورکول کېږي .
ده د ټاکنو کمېسيون د يو شمېر دفترونو د تړل کېدو په اړه وويل ، ١٢ ورځې کېږي چې د ټاکنو کمېسيون دفتر دروازه د کانديدانو له وروستي لېست څخه د لرې شوې نوماندانو له لوري تړل شوې .
د نوموړي په خبره،چې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو تړل کېدو دوى ته ستونزې جوړې کړي ، په ډيټابيس کې يې د رايې ورکوونکو نوم ليکنه له ځنډ سره مخ کړې او د کارمندانو د ګومارنې او لوجيستک په برخو کې يې ستونزې را منځته کړې دي.
ابراهيمي وويل چې د ټاکنو کمېسيون د دفترونو د خلاصون په موخه مشورې شوي او ډېر ژر به دغه دفترونه خلاص شي .
هغه هيله وښوده چې دا رتلونکې اوونۍ به د ټاکنو کمېسيون دروازې خلاصې شي او دوى به د مهالوېش مطابق خپل پروګرامونه پلي کړي ، ترڅو خلک د رڼو او عادلانه ټاکنو شاهدان واوسي.
دا په داسې حال کې ده چې د شکايتونو کمېسيون ولسي جرګې ته د ٣٥ احتمالي کانديدانو نومونه له وروستي لېست څخه لرې کړل او د هغوى يو شمېر پلويانو د ټاکنو د مرکزي دفتر په ګډون په ځينو ولايتونو کې د اعتراض په ډول د ټاکنو کمېسون دفترونه تړلي دي .
اعتراض کوونکي ټينګار کوي چې له لېست څخه د ايستل شوو کانديدانو نومونه دې بېرته په لېست کې شامل شي ، خو د شکايتونو کمېسيون خپله کړې پرېکړه وروستۍ ګڼي .
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن