غزني ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٧): د غزني والي وايي چې دا مهال په ښار کې وسله وال طالبان نشته او د ښار د کمربند پوستو پر جوړولو کار روان دى.
دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي د وږي په څلورمه يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې پر غزني وروستى بريد له هېواده بهر پلان شوى و چې نږدې درې زره کورني او بهرني طالبانو په کې ونډه اخيستې وه.
ده زياته کړه: ((پر غزني د بريد لپاره داسې يو پلان جوړ شوى و چې د هېواد د نيولو لپاره جوړېږي.))
والي وايي چې د غزني په وروستۍ جګړه کې پاکستاني او چيچيني وسله والو هم برخه اخيستې وه.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زموږ سرتېرو داسې جامې هم ترلاسه کړې چې د پاکستاني جنرالانو دي.))
د کليمزي په وينا، د طالبانو د بريد په اړه دوى څو ساعته مخکې خبر درلود نو ځکه طالبانو ونه شو کولاى چې مهمې ادارې ونيسي.
ده هغه څرګندونې رد کړې چې وسله وال طالبان يو ځل بيا پر غزني ښار بريد کوي او زياته يې کړه چې دا مهال په ښار کې طالبان نشته او د کمربند پوستو پر جوړولو کار روان دى.
د والي د معلوماتو له مخې، اوسهال هم په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي چې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د هغه په وينا، له ټولو هغو امنيتي کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له مقاومت پرته يې خپلې سيمې طالبانو ته پرېیښې دي.
ده وويل: ((موږ يوه کمېټه جوړه کړې چې د دې کسانو د پيدا کولو لپاره يې څېړنې پيل کړي دي.))
والې وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه به درې نورې حوزې هم فعالې شي چې د دغه ولايت د پوليسو تشکيل به هم ورسره لوړ شي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP