غزني ښار (پژواک، ٤ وږى ٩٧): د غزني والي وايي چې دا مهال په ښار کې وسله وال طالبان نشته او د ښار د کمربند پوستو پر جوړولو کار روان دى.
دغه څرګندونې د غزني والي وحيدالله کليمزي د وږي په څلورمه يوې خبري غونډې ته وکړې.
هغه وويل چې پر غزني وروستى بريد له هېواده بهر پلان شوى و چې نږدې درې زره کورني او بهرني طالبانو په کې ونډه اخيستې وه.
ده زياته کړه: ((پر غزني د بريد لپاره داسې يو پلان جوړ شوى و چې د هېواد د نيولو لپاره جوړېږي.))
والي وايي چې د غزني په وروستۍ جګړه کې پاکستاني او چيچيني وسله والو هم برخه اخيستې وه.
نوموړي د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((زموږ سرتېرو داسې جامې هم ترلاسه کړې چې د پاکستاني جنرالانو دي.))
د کليمزي په وينا، د طالبانو د بريد په اړه دوى څو ساعته مخکې خبر درلود نو ځکه طالبانو ونه شو کولاى چې مهمې ادارې ونيسي.
ده هغه څرګندونې رد کړې چې وسله وال طالبان يو ځل بيا پر غزني ښار بريد کوي او زياته يې کړه چې دا مهال په ښار کې طالبان نشته او د کمربند پوستو پر جوړولو کار روان دى.
د والي د معلوماتو له مخې، اوسهال هم په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ جګړې روانې دي چې امنيتي ځواکونه د پرمختګ په حال کې دي.
د هغه په وينا، له ټولو هغو امنيتي کسانو سره به قانوني چلند وشي چې له مقاومت پرته يې خپلې سيمې طالبانو ته پرېیښې دي.
ده وويل: ((موږ يوه کمېټه جوړه کړې چې د دې کسانو د پيدا کولو لپاره يې څېړنې پيل کړي دي.))
والې وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت د ټينګښت په موخه به درې نورې حوزې هم فعالې شي چې د دغه ولايت د پوليسو تشکيل به هم ورسره لوړ شي.
د نوموړي په وينا، د ولسمشر له حکم سره سم يو پلاوى دغه ولايت ته ورغلى او له ټولو هغو کسانو سره مرستې کوي چې د غزني په جګړه کې زيانمن شوي دي.
د يادونې ده، شاوخوا دوه اونۍ وړاندې وسله والو طالبانو پر غزني ښار له څو لورو ډله ييز بريدونه وکړل چې بیا پنخه ورځې جګړې دوام وموند.
د غزني د حکومتي چارواکو د معلوماتو له مخې، په دغو بريدونو کې ١٤٠ امنيتي سرتېري، ٦٠ ملکي وګړي او پنځه سوه طالبان وژل شوي او درې سوه ملکي وګړي او څلور سوه طالبان ټپيان شوي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










