مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۷): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د جګړې قربانيانو ته د غرامت (تاوان) ورکولو ميکانيزم دې جوړ شي.
له دې سره په بلخ کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي چې د افغانستان د جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي چې د ځانمرګو بريدونو، ځمکنيو جګړو، چاودنو او هوايي بريدونو پر مهال وژل شوي دي.
دغه څرګندونې د وږي په ۶مه په مزارشريف ښار کې د تروريزم د قربانيانو د ورځې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې وشوې.
شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر قاضي سيد محمد سامع پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کنفرانس يې د جګړې له قربانيانو سره د خواخوږۍ او هغوی سره د مرستې په موخه جوړ کړی دی.
نوموړی زياتوي چې دمګړی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلي چې بايد د مخنيوي لپاره يې کار وشي.
هغه همدا راز وايي چې د جګړې د قربانيانو کورنيو ته بايد د غرامت (تاوان) ورکولو ميکانيزم جوړ شي.
سامع زياته کړه: ((له بده مرغه داسې ميکانېزم نشته چې له مخې يې په جګړه کې د ملکي تلفاتو کچه حد اقل ته راټيټه شي، زمونږ هڅه دا ده چې په جنګ کې د قرباني شويو ملکي افرادو کورنيو ته د غرامت (تاوان) ورکولو ميکانيزم جوړ شي.))
نوموړى همدا راز وويل چې له بېلابېلو لارو بايد پر وسله والو مخالفينو، نړيوالې ټولنې او افغان دولت فشار راوستل شي چې په جګړو کې د ملکيانو د سر او مال خونديتوب ته پام وکړي.
شمال کې د بشري حقونو د کمېسيون مسوول زياته کړه چې شمالي ولايتونو کې هم د جګړو له زياتېدو سره ملکي تلفات موجود دي.
login or register a new account.