مزارشريف (پژواک، ۶ وږی ۹۷): په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې د جګړې قربانيانو ته د غرامت (تاوان) ورکولو ميکانيزم دې جوړ شي.
له دې سره په بلخ کې د ملګرو ملتونو سياسي استازولي يا يوناما وايي چې د افغانستان د جګړې ډېری قربانيان ملکي وګړي دي چې د ځانمرګو بريدونو، ځمکنيو جګړو، چاودنو او هوايي بريدونو پر مهال وژل شوي دي.
دغه څرګندونې د وږي په ۶مه په مزارشريف ښار کې د تروريزم د قربانيانو د ورځې په مناسبت جوړ شوي کنفرانس کې وشوې.
شمال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مشر قاضي سيد محمد سامع پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه کنفرانس يې د جګړې له قربانيانو سره د خواخوږۍ او هغوی سره د مرستې په موخه جوړ کړی دی.
نوموړی زياتوي چې دمګړی په افغانستان کې د ملکي تلفاتو شمېر تر بل هر وخت لوړې کچې ته رسېدلي چې بايد د مخنيوي لپاره يې کار وشي.
هغه همدا راز وايي چې د جګړې د قربانيانو کورنيو ته بايد د غرامت (تاوان) ورکولو ميکانيزم جوړ شي.
سامع زياته کړه: ((له بده مرغه داسې ميکانېزم نشته چې له مخې يې په جګړه کې د ملکي تلفاتو کچه حد اقل ته راټيټه شي، زمونږ هڅه دا ده چې په جنګ کې د قرباني شويو ملکي افرادو کورنيو ته د غرامت (تاوان) ورکولو ميکانيزم جوړ شي.))
نوموړى همدا راز وويل چې له بېلابېلو لارو بايد پر وسله والو مخالفينو، نړيوالې ټولنې او افغان دولت فشار راوستل شي چې په جګړو کې د ملکيانو د سر او مال خونديتوب ته پام وکړي.
شمال کې د بشري حقونو د کمېسيون مسوول زياته کړه چې شمالي ولايتونو کې هم د جګړو له زياتېدو سره ملکي تلفات موجود دي.
خو زياتوي چې په شمال کې د تېر کال په پرتله د سږ کال تر دې مهاله د ملکي مرګ ژوبلې کچه کمه ده.
نوموړی له حکومت او نړيوالو ځواکونو څخه غواړي چې د امنيت د ټينګښت لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.
په شمال زون کې د ملګرو ملتونو د سياسي استازولۍ يا يوناما د بشري حقونو مسئول محمود عصمتي د ياد کنفرانس په څنډه کې پژواک سره خبرو کې د ملکي تلفاتو پر ډېرېدو اندېښنه وښوده.
نوموړي وويل چې د ملګرو ملتونو د راپور له مخې د روان ميلادي کال په لومړيو شپږو مياشتو کې ۵۱۲۲ ملکيان په افغانستان کې د جګړو پر مهال مړه او ژوبل شوي دي چې له دې ډلې څخه ۱۶۹۲ کسان وژل شوي او ۳۴۳۰ تنه ټپيان دي.
نوموړي زياته کړه چې ملکيانو ته ډېر زيان په انتحاري چاودنو او ځمکنيو جګړو او هوايي بريدونو کې ور اوښتی دی.
عصمتي زياته کړه چې د دوی د مالوماتو له مخې په افغانستان کې د روان ميلادي کال د لومړيو شپږو مياشتو د ۶۷ سلنه تلفاتو پړه د دولت پر وسله والو مخالفينو او ۲۰ سلنه پړه پر دولتي او خارجي ځواکونو پر غاړه ده.
هغه زياته کړه چې کابل، هلمند او فارياب هغه ولايتونه دي چې سږ پکې د ملکي تلفاتو کچه لوړه ده.
په ورته وخت کې د جګړې د يو شمېر قربانيانو د کورنيو غړي وايي چې حکومت بايد نور روان جنګ ته د پای ټکی کېږدي.
د مزارشريف ښار د بابه يادګار سيمې اوسېدونکی حيدر شاه چې په ياد کنفرانس کې يې ګډون کړی وو، پژواک ته يې وويل چې په تېرو شلو کلونو کې يې د جګړو له امله د کورنۍ ۳ غړي وژل شوي دي.
هغه زياته کړه: ((په تېرو شلو کلونو کې مې يو ورور، يو د تره زوی او يو هم د خاله زوی مې په جنګونو کې وژل شوي دي چې له امله يې زمونږ کورنۍ ډېر زيان ليدلی دی.))
نوموړی زياتوي چې نور د دې تحمل نه لري چې روانه جګړه ترې د کورنۍ نور غړي واخلي.
حيدر شاه له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د روان جنګ د پای ته رسېدو لپاره د سولې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
هغه له وسله والو طالبانو هم وغوښتل چې جګړه د حل لار نه ده او بايد د سولې د مذاکراتو مېز ته حاضر شي.
نوموړی همدا راز له دولت څخه غواړي چې په جګړه کې د قرباني شويو افغانانو له کورنيو او وارثينو سره مرسته وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










