ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتيا ولايتي چارواکي: ګردېز ښار له امنيتي ګواښ سره مخامخ نه دی

د پکتيا ولايتي چارواکي: ګردېز ښار له امنيتي ګواښ سره مخامخ نه دی

author avatar
29 Aug 2018 - 17:41
د پکتيا ولايتي چارواکي: ګردېز ښار له امنيتي ګواښ سره مخامخ نه دی
author avatar
29 Aug 2018 - 17:41

ګردېز (پژواک،٧وږى٩٧): د پکتيا ملکي او نظامي چارواکو هغه څرګندونې رد کړې چې ګواکې ګردېز ښار له کوم لوى امنيتي ګواښ سره مخامخ دى او په دې اړه خپاره شوي راپورونه يې تبليغات وبلل.

په پکتيا کې د ۲۰۳ تندر قول اردو درستيزوال جنرال روح الله خليل اوغلو نن په خبري کنفرانس کې د ګردېز امنيتي وضعيت ډاډمن وباله او ويې ويل، هېچا ته به د ښار د نظم او امنيت د ګډوډلو اجازه ورنه کړي.

د هغه په وينا، په پکتيا کې وسله وال طالبان سخت ځپل شوي او د لوی بريد توان نه لري.

ده زياته کړه: ((طالبانو! که چېرې تاسو وغواړئ چې پر ګردېز ښار بريد وکړئ، نو داسې سبق به درکړو چې ستاسو او د بادارانو مو د تل لپاره له ياده ونه وځي.))

جنرال اوغلو وايي، ملي پوځ له نورو امنيتي ارګانونو سره په همغږۍ هر ډول حالت ته چمتووالی او په خپلو اړوندو سيمو کې لازم تحرکات لري.

نوموړي وويل، وسله والو طالبانو د سولې وړانديز په ردولو سره وښوده چې په هېواد کې ارامي نه غواړي او پردۍ جګړه مخ ته وړي.

همدارنګه د پکتيا والي شميم خان کټوازی، چې ګردېز ښار ته راوتلی او له خلکو سره يې کتل، وويل چې په پکتيا کې کافي نظامي ځواک شته او وسله وال طالبان هېڅکله کوم لوی بريد نه شي کولی.

نوموړی وايي: ((د پکتيا ټول ولس ته ډاډ ورکوم چې پکتيا د دې زون تر ټولو قوي ولايت دی او دښمن د بريد هېڅ توانايي نه لري. دلته د وسله وال مخالف راتګ به د ده په مرګ تماميږي او هېڅ طالب او پنجابی به زړه ښه نه کړي چې پر پکتيا حمله وکړي.))

کټوازی هم پر ګردېز ښار د وسله والو طالبانو د بريد خبره رواني او تبليغاتي جګړه بولي، چې په خبره يې د ځينو کړيو او رسنيو له خوا په مخ وړل کېږي.

نوموړی وايي: ((د دښمن ځينې حلقې دلته د مدني ټولنو او په نورو نومونو هم شته چې غير مستقيم د مخالفينو په نفعه تبليغ کوي او ځينې وخت رسنۍ هم خبرې غلطې کوټ کوي، چې تېره شپه يې هم غلطې کوټ کړې وې.))

بل لور ته د ګردېز اوسېدونکي وايي چې له تېرې ورځې راهيسې د امنيتي ګواښونو د اوازو په اورېدو وېرېدلي، خو د مسوولو چارواکو له ډاډ او ګرځېدو سره بېرته ډاډمن شوي دي.

د دوی له ډلې يوتن محمد جاوېد صديقي پژواک ته وويل چې خلک پر امنيتي ځواکونو باور لري او طالبان هيڅ مهال نه شي کولى پر ګردېز ښار بريد وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.