Language

د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی قوماندان سوال کولو ته مخه کوي

ښرنه (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانی قوماندان چې د خپلې کورنۍ اتلس غړي يې په جګړو کې له لاسه ورکړي، وايي له ډېرې بېوزلۍ نور اړ شوی سوال وکړي.

دغه قوماندان شکور نومېږي او پخوا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان و.

هغه د وږي په لسمه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ١٦ کاله يې د سيمه ييزو او ملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړې، خو تر اوسه پوځي رتبه نه لري.

د هغه په وينا، د دندې په دې موده کې يې د کورنۍ اتلس غړي د طالبانو له لوري وژل شوي او خپله هم څو ځلې له بريدونو روغ وتلى دى.

د شکور په وينا، په دې وژل شوو کې يې پنځه وروڼه، مور، لور، زوى، وراره، ورېرې او د تره زامن شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له پنځو وژل شوو وروڼو ورته اته کونډې او لس ماشومان ور پاتې دي.

ده زياته کړه: ((زما کور د جاني خېلو ولسوالۍ په هستي کلي کې و، هغه ځاى اوس له طالبانو سره دى، زما د ميليونونو افغانيو جايداد هلته پاتې شو، خو زه اوس راغلى يم او دلته په ښرنه کې کرايي کور کې پروت يم.))

د شکور په وينا، د سليقوي چلند له مخې شاوخوا دوه مياشتې مخکې له دندې ګوښه شوى او اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

هغه وايي: ((دومره مې اقتصادي حالات خراب دي چې نور سوال کولو ته مجبورېږم؛ ځکه حکومت خو مې پوښتنه نه کوي.))

نوموړي ګواښ وکړ که چېرې يې ستونزو ته رسېدنه ونه شي، ډېر ژر به په کابل کې د ارګ مخې ته پر اعتراضي حرکتونو لاس پورې کړي.

شکور زياتوي: ((زه به خلکو ته وايم چې له حکومت سره ملګرتيا د ځان تباه کول دي.))

له شکور سره يو شمېر نږدې سرتېري يې هم له جاني خېلو څخه مرکز ښرنې ته کډه شوي او په ستونزو کې شپې او ورځې تېروي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.