منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سیمه ییزو پولیسو یو پخوانی قوماندان سوال کولو ته مخه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۰۹ کتنې

ښرنه (پژواک، ١٠ وږى ٩٧): په پکتيکا کې د سيمه ييزو پوليسو يو پخوانی قوماندان چې د خپلې کورنۍ اتلس غړي يې په جګړو کې له لاسه ورکړي، وايي له ډېرې بېوزلۍ نور اړ شوی سوال وکړي.

دغه قوماندان شکور نومېږي او پخوا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو عمومي قوماندان و.

هغه د وږي په لسمه پژواک خبري اژانس ته په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې ١٦ کاله يې د سيمه ييزو او ملي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کړې، خو تر اوسه پوځي رتبه نه لري.

د هغه په وينا، د دندې په دې موده کې يې د کورنۍ اتلس غړي د طالبانو له لوري وژل شوي او خپله هم څو ځلې له بريدونو روغ وتلى دى.

د شکور په وينا، په دې وژل شوو کې يې پنځه وروڼه، مور، لور، زوى، وراره، ورېرې او د تره زامن شامل دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، له پنځو وژل شوو وروڼو ورته اته کونډې او لس ماشومان ور پاتې دي.

ده زياته کړه: ((زما کور د جاني خېلو ولسوالۍ په هستي کلي کې و، هغه ځاى اوس له طالبانو سره دى، زما د ميليونونو افغانيو جايداد هلته پاتې شو، خو زه اوس راغلى يم او دلته په ښرنه کې کرايي کور کې پروت يم.))

د شکور په وينا، د سليقوي چلند له مخې شاوخوا دوه مياشتې مخکې له دندې ګوښه شوى او اوسمهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دى.

هغه وايي: ((دومره مې اقتصادي حالات خراب دي چې نور سوال کولو ته مجبورېږم؛ ځکه حکومت خو مې پوښتنه نه کوي.))

نوموړي ګواښ وکړ که چېرې يې ستونزو ته رسېدنه ونه شي، ډېر ژر به په کابل کې د ارګ مخې ته پر اعتراضي حرکتونو لاس پورې کړي.

شکور زياتوي: ((زه به خلکو ته وايم چې له حکومت سره ملګرتيا د ځان تباه کول دي.))

له شکور سره يو شمېر نږدې سرتېري يې هم له جاني خېلو څخه مرکز ښرنې ته کډه شوي او په ستونزو کې شپې او ورځې تېروي.

د دې کسانو له ډلې سيف الله پژواک ته وويل چې د اقتصادي ستونزو تر څنګ له سختو امنيتي ګواښونو سره هم مخ دي.

هغه وايي: ((موږ کلونه له طالبانو سره جګړه وکړه، اوس حکومت له دندو لرې کړو، يو په لوى لاس مو په طالبانو وژني.))

ده ټينګار وکړ چې حکومت بايد د دوى سرښندنې وستايي او ستونزو ته يې رسېدنه وکړي.

همدراز په دې اړه د جاني خيلو اوسيدونکي عصمت الله پژواک ته وويل چې شکور د دې ولسوالۍ د امنيت د ټينګښت لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي خو اوس خپله په سختو ستونزو کې ګير دى.

دغه راز د پکتيکا ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده وويل: ((شکور ډېرې قربانۍ ورکړې خو اوس په ښرنه کې پروت دى، د کور کرايه او خوراک لپاره څه نه لري.))

د يادو څرګندونو په غبرګون کې د پکتيکا د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونيار عمرخېل پژواک ته وويل چې د شکور موضوع دوى څېړي او هڅه کوي ستونزو ته يې رسيدنه وشي.

پکتيکا د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې دا مهال يې لويې لارې له پکتيا او غزني ولايتونو سره تړل شوې دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه