لښکرګاه(پژواک،١١وږى٩٧): د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر او د ملي اردو د درېيمې لوا د درېيم کنډک قوماندان د راکټ د لګېدو له امله ټپيان شوي دي.
د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلى خان او د ملي اردو د درېيم کنډک قوماندان حضرت ګل قريشي ټپيان شوي دي.
هغه وايي: (( پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه دوه چارواکي تر يوې ونې لاندې ناست و او طالبانو د ونې سر په راکټ ويشتلى دى.))
همدارنګه د هلمند د امنيې قوماندانۍ د وياند عبدالسلام افغان هم پېښه تاييدوي او وايي چې ياد شوي چاراوکي برسېرن ټپيان شوي وو چې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.
دغه راز لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې دغه دوه چارواکي نن څلور بجې په ټپي حالت کې دوى ته وړل شوي دي.
د دوى په وينا، ياد شوي چارواکي تر درملنې ورسته بېرته رخصت شوي دي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده چې له څه مودې راهيسې د لښکرګاه ښار په ځينو سيمو او نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP