ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند د امنيت امر او د ملي اردو يو چارواکى ټپيان شوي

د هلمند د امنيت امر او د ملي اردو يو چارواکى ټپيان شوي

author avatar
2 Sep 2018 - 18:42
د هلمند د امنيت امر او د ملي اردو يو چارواکى ټپيان شوي
author avatar
2 Sep 2018 - 18:42

لښکرګاه(پژواک،١١وږى٩٧): د هلمند د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر او د ملي اردو د درېيمې لوا د درېيم کنډک قوماندان د راکټ د لګېدو له امله ټپيان شوي دي.

د هلمند د امنيې قوماندانۍ يوې سرچينې د وږي په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې وروسته د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجير په سيمه کې د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال ګلى خان او د ملي اردو د درېيم کنډک قوماندان حضرت ګل قريشي ټپيان شوي دي.

هغه وايي: (( پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دغه دوه چارواکي تر يوې ونې لاندې ناست و او طالبانو د ونې سر په راکټ ويشتلى دى.))

همدارنګه د هلمند د امنيې قوماندانۍ د وياند عبدالسلام افغان هم پېښه تاييدوي او وايي چې ياد شوي چاراوکي برسېرن ټپيان شوي وو چې تر درملنې وروسته رخصت شوي دي.

دغه راز  لښکرګاه کې د ايمرجنسي روغتون مسوولين وايي چې دغه دوه چارواکي نن څلور بجې په ټپي حالت کې دوى ته وړل شوي دي.

د دوى په وينا، ياد شوي چارواکي تر درملنې ورسته بېرته رخصت شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې له څه مودې راهيسې د لښکرګاه ښار په ځينو سيمو او نادعلي ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو له لوري د وسله والو طالبانو پر وړاندې عمليات روان دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.