Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کندهار د ښوراوک ٩٣ کيلومتره سړک درېدلی کار بېرته پیلېږي

کندهار (پژواک، ۱۲ وږی ۹۷): د کندهار د سپین بولدک- ښوراوک سړک درېدلی کار به تر راتلونکو څو ورځو بېرته پيل شي.

د دغه ۹۳ کیلومتره سړک جوړولو کار درې میاشتې مخکې هغه مهال ودرېد چې وسله والو طالبانو د یوه برید په ترڅ کې د دغه سړک جوړولو د یوه شرکت ۴۳ کارګر وتښتول.

وسله والو دغه کارګر د ډیورنډ کرښې هغې غاړې ګلستان سیمې ته بوتلل او شاوخوا دوې میاشتې ورسره بندیان وو چې وروسته یې په دوو پړاوونو کې (لومړی وار ۱۲ تنه او بیا ۳۱ تنه) خوشي کړل.

چارواکي وايي، د دغو کسانو له خوشي کېدو وروسته د همدغه سړک جوړولو درېدلې چارې بیا پیلوي.

د کندهار د ټولګټو چارو رییس انجنیر عبدالمحمد احسان پژواک اژانس ته وویل، د سپين بولدک- ښوراوک سړک د جوړولو درېدلی کار به تر راتلونکو څو ورځو بېرته پيل شي.

هغه زیاته کړه، دغه سړک چې ۹۳ کیلومتره اوږدوالی لري، په څلورو برخو کې څلورو جلا جلا شرکتونو ته په قرارداد ورکړل شوی او هر شرکت د دغه سړک د ۲۴ کیلومتره برخې جوړولو مسوولیت لري.

د دغو شرکتونو له ډلې یو هم افغان صداقت د سړک جوړولو شرکت دی چې کارګر یې تښتول شوي وو او د هغوی تر راخوشې کېدو وروسته اوس د خپلو مشینریو په فعاله کېدو او د کارګرو په ګومارلو بوخت دی.

احسان وايي، د دغه سړک پر جوړولو ۷۵ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د نړیوال بانک له خوا ورکول کېږي.

دی وايي، هڅه کوي د دغه سړک جوړولو چارې په لوړ کیفیت تر سره شي او بیا یې کار د ورته ستونزو له امله له خنډ سره مخ نه شي.

په خپله د افغان صداقت سړک جوړولو شرکت مسوول غوث الدین وايي چې د کارګرو له خوشې کېدو وروسته اوس چمتووالی نیسي چې درېدلی کار بیرته پیل کړي.

هغه زیاته کړه، دا ځل به د امنیتي مسوولینو په همکارۍ د کارګرو او مشینرۍ امنیت ساتلو ته پوره پام کوي.

د ښوراوک ولسوال عبدالنافع بړېڅ هم وايي چې تر راتلونکو څو ورځو به دغې ولسوالۍ ته د غځېدلي سړک د جوړولو کار بیا پيل شي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.