ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د بغلان نهرين ولسوالۍ کې  ١١ طالبان وژل شوي”

“د بغلان نهرين ولسوالۍ کې ١١ طالبان وژل شوي”

author avatar
4 Sep 2018 - 16:01
“د بغلان نهرين ولسوالۍ کې  ١١ طالبان وژل شوي”
author avatar
4 Sep 2018 - 16:01

پلخمري(پژواک،١٣وږى٩٧): د بغلان امنيه قوماندان وايي چې نهرين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ١١ طالبان وژل شوي او يو شمېر امنيتي سرتېري او طالبان ټپيان شوي دي.

د بغلان امنيه قوماندان مل پاسوال اکرام الدين سريع د وږي په ١٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د نهرين ولسوالۍ په بازار او ځينو نورو سيمو بريدونه کړي دي.

هغه وايي چې امنيتي ځواکونو د طالبانو دغه بريدونه په شا تمبولي چې په ترڅ کې يې ١١ طالبان وژل شوي او ١٦ نور ټپيان شوي دي.

د قوماندان په وينا، په دغه جګړه کې اووه امنيتي سرتېري ټپيان شوي او دوه ملکي وګړو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، د دغې جګړې په ترڅ کې د نهرين ولسوالۍ د لکڼ خېل ،ځدراڼ ، تره خېل، نیاز افغان، ابخانه  او  يو شمېر نور کلي هم له طالبانو څخه بېرته ونيول شول.

د دې ولسوالۍ د ځدراڼو کلي اوسېدونکي محمد حکیم ځدراڼ پژواک ته وویل په دغه جګړه کې ددوو مېرمنو په ګډون پنځه ملکي وګړي ټپيان شوي  او يو پاڅون کوونکى وژل شوى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

خو د دې ډلې وياند ذبيح الله مجاهد په خپله ټويټر پاڼه کې ليکلي چې د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې د ملي اردو يو ټانګ په ماين الوځول شوى چې درې سرتېري په کې وژل شوي دي.

د يادونې ده چې نهرين د بغلان د نا امنه ولسواليو له ډلې څخه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.