مزار شريف ( پژواک، ۱۳وږی ۹۷) : د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اخترمحمد ابراهيم خېل د کور درې ورځنۍ محاصره پای ته ورسېده.
د دغه جهادي قوماندان کور د وږي په ۱۰مه، د مزار شريف په څلورمه ناحيه کې وروسته له هغه د بلخ پوليسو له خوا محاصره شو چې زوی يې د ښار له يوې صرافۍ څخه په وسله واله غلا کې ښکېل وبلل شو.
که څه هم پوليسو په لومړيو کې پژواک ته ويلي وو چې د ۱۵ زره امريکايي ډالرو او يو ميليون او ۳۵۰ زره افغانيو په غلا کې د اختر محمد ابراهيم خېل د زوی د لاس لرلو په تړاو اسناد لري؛ خو خپله ابراهيم خېل د پوليسو دا اقدام د ځان پر وړاندې دسيسه وبلله.
په مزار شريف کې د ابراهيم خېل د کور کلابندي بالاخره د وږي په ۱۳مه، د ولايتي شورا، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
هغه مکتوب کې چې د ابراهيم خېل، د بلخ ولايتي شورا، د مزار ښاري امنيت مسوول او قومي مشرانو پرې لاسليک کړی، ويل شوي چې د دغه جهادي قوماندان د کور محاصره کول سوء تفاهم و.
په مکتوب کې همدا راز ويل شوي چې د غلا له امله متضررين کسان دې د بلخ ولايتي شورا ته په مراجعه کولو ، د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې خپله قضيه تعقيب کړي.
د مکتوب په يوه برخه کې راغلي: (( متضررين دې د بلخ د ولايتي شورا مقام ته مراجعه وکړي، د شورا رييس به له نورو مصلح خلکو سره د هغوی خبرې په غور واوري، له هغه وروسته د ابراهيم خېل له وعدې سره سم هر ډول قانوني همکاري له متضررينو سره کېږي، د يادونې ده چې تر اوسه زيانمنو شوو کسانو له دوی څخه د پيسو د غلا په تړاو په کوم مشخص کس تور نه دی لګولی.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ د ولايتي شورا د رييس نظر واخلو؛ خو د ورځې تر پايه هم نوموړي زموږ ټيلېفون ته ځواب رانه کړ.
په ورته وخت کې بيا له يادې وسله والې غلا څخه زيانمن شوی کس محمد کاظم له حکومته د غلو د نيولو غوښتنه کوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې ورځې وړاندې يې دوکان ته ۶ وسله کسان ننوتل، چې د پوليسو جامې يې پر تن وې او له دوی نه يې د پيسو صندوق يوړ.
کاظم زياتوي،دوی خپله غله نه دي پېژندلي او نه هم په کوم چا ادعا لري، بلکې دا د پوليسو دنده بولي چې غله پيدا کړي.
هغه وايي: (( وسله والو کسانو د پيسو صندوق په موټر کې واچاوه، لږ وروسته پوليس راغلل او موږ ته يې وويل چې غله مو پېژندلي او ستاسې روپۍ بېرته درته راګرځوو، موږ خو په چا ادعا نه لرو او نه مو هم غله پېژندلي، که پوليس يې پېژني بيا نو ولې يې نه نيسي؟)).
login or register a new account.