مزار شريف ( پژواک، ۱۳وږی ۹۷) : د بلخ ولايت په مزار شريف ښار کې د پخواني جهادي قوماندان او شمال کې د محاذ ګوند د مسوول اخترمحمد ابراهيم خېل د کور درې ورځنۍ محاصره پای ته ورسېده.
د دغه جهادي قوماندان کور د وږي په ۱۰مه، د مزار شريف په څلورمه ناحيه کې وروسته له هغه د بلخ پوليسو له خوا محاصره شو چې زوی يې د ښار له يوې صرافۍ څخه په وسله واله غلا کې ښکېل وبلل شو.
که څه هم پوليسو په لومړيو کې پژواک ته ويلي وو چې د ۱۵ زره امريکايي ډالرو او يو ميليون او ۳۵۰ زره افغانيو په غلا کې د اختر محمد ابراهيم خېل د زوی د لاس لرلو په تړاو اسناد لري؛ خو خپله ابراهيم خېل د پوليسو دا اقدام د ځان پر وړاندې دسيسه وبلله.
په مزار شريف کې د ابراهيم خېل د کور کلابندي بالاخره د وږي په ۱۳مه، د ولايتي شورا، دولتي چارواکو او قومي مشرانو په منځګړيتوب پای ته ورسېده.
هغه مکتوب کې چې د ابراهيم خېل، د بلخ ولايتي شورا، د مزار ښاري امنيت مسوول او قومي مشرانو پرې لاسليک کړی، ويل شوي چې د دغه جهادي قوماندان د کور محاصره کول سوء تفاهم و.
په مکتوب کې همدا راز ويل شوي چې د غلا له امله متضررين کسان دې د بلخ ولايتي شورا ته په مراجعه کولو ، د عدلي او قضايي ارګانونو له لارې خپله قضيه تعقيب کړي.
د مکتوب په يوه برخه کې راغلي: (( متضررين دې د بلخ د ولايتي شورا مقام ته مراجعه وکړي، د شورا رييس به له نورو مصلح خلکو سره د هغوی خبرې په غور واوري، له هغه وروسته د ابراهيم خېل له وعدې سره سم هر ډول قانوني همکاري له متضررينو سره کېږي، د يادونې ده چې تر اوسه زيانمنو شوو کسانو له دوی څخه د پيسو د غلا په تړاو په کوم مشخص کس تور نه دی لګولی.))
پژواک هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ د ولايتي شورا د رييس نظر واخلو؛ خو د ورځې تر پايه هم نوموړي زموږ ټيلېفون ته ځواب رانه کړ.
په ورته وخت کې بيا له يادې وسله والې غلا څخه زيانمن شوی کس محمد کاظم له حکومته د غلو د نيولو غوښتنه کوي.
نوموړي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې درې ورځې وړاندې يې دوکان ته ۶ وسله کسان ننوتل، چې د پوليسو جامې يې پر تن وې او له دوی نه يې د پيسو صندوق يوړ.
کاظم زياتوي،دوی خپله غله نه دي پېژندلي او نه هم په کوم چا ادعا لري، بلکې دا د پوليسو دنده بولي چې غله پيدا کړي.
هغه وايي: (( وسله والو کسانو د پيسو صندوق په موټر کې واچاوه، لږ وروسته پوليس راغلل او موږ ته يې وويل چې غله مو پېژندلي او ستاسې روپۍ بېرته درته راګرځوو، موږ خو په چا ادعا نه لرو او نه مو هم غله پېژندلي، که پوليس يې پېژني بيا نو ولې يې نه نيسي؟)).
کاظم وويل، بلخ ولايت مقام ته يې هم عريضه کړې؛ خو تر اوسه يې چا غږ نه دی اورېدلی.
په شمال کې د محاذ ګوند مسوول اختر محمد ابراهيم خېل د وږي په ۱۳مه، پژواک ته وويل چې د خپلې بې ګناهۍ ثابتولو په خاطر د پوليسو پر وړاندې ودرېد.
هغه زياته کړه، د حکومت ټينګ ملاتړی دی او هېڅ وخت به هم له قانون څخه پورته اعمال ترسره نه کړي.
ابراهيم خېل زياته کړه: (( موږ د دولت ملاتړي يو، خو دولت هم بايد داسې ونه کړي، چې ناحقه د يو چا کور محاصره کړي او سړکونه بند کړي، حکومت بايد هغه کسان د پوليسو له ليکو وباسي چې شخصي اړيکې پالي او دسيسې جوړوي.))
هغه همدا راز ادعا وکړه چې د يادې قضيې تر شا د بلخ د پخواني والي او د جمعيت ګوند د اجراييه ريس عطامحمد نور لاس دی.
که څه هم نور تر دې مهاله د يادو ادعاوو په تړاو څه نه دي ويلي؛ خو د وږي په ۱۳مه، يې د خپلې رسمي فيسبوک پاڼې د يوه پوسټ په يوه برخه کې ويلي چې که د مزار شريف خلک کتبي مشروعيت ورکړي؛ نو دی حاضر دی چې د غلو مخه ونيسي.
نور ليکلي: (( له بده مرغه چې په بلخ او مرکز کې يو شمېر معلوم الحاله کړۍ، په مزار شريف کې له بې نظميو، غلاوو او چپاول څخه ملاتړ کوي. که خلک ماته د هغوی د حقونو د ساتنې برخه کې کتبي مشروعيت راکړي؛ نو زه به ډېر ژر د دغو ډلو ګيلم ور ټول کړم.))
مدني فعالان هم د پوليسو ياد اقدام د تاسف وړ بولي.
مدني فعال ډاکټر غلام رسول پژواک ته وويل چې د دا ډول کړنو په ترسره کېدو سره پر پوليسو د خلکو باور نور هم کمېږي.
هغه زياته کړه، لومړی بايد پوليس اسناد ولري او بيا ورشي د يو چا کور کلابند کړي.
نوموړي وويل: (( که غلا دوی نه وه کړې، بيا نو کور ولې درې ورځې محاصره و او که غلا دوی کړې وه، بيا نو ولې غل ونه نيول شو؟)).
د هغه په وينا، پوليس بايد په دې تړاو خلکو ته وضاحت ورکړي.
پژواک ډېره هڅه وکړه چې په دې تړاو د بلخ د سيمه ييزو چارواکو نظر هم واخلى، خو څوک په دې تړاو خبرو کولو ته حاضر نه شول.
د بلخ د والي وياند وويل چې د موضوع په تړاو له امنيه قوماندانۍ سره وغږېږئ؛ خو د بلخ امنيه قوماندان او وياند له خوا وويل شول چې د مصروفيت له امله په دې تړاو خبرو کولو ته وخت نه لري.
نن ورځ د مزار شريف ښار په څلورمه ناحيه کې د اخترمحمد ابراهيم خېل کور ته ورغلې ټولې لارې د ترافيکو پر مخ پرانيستې دي او د ښار په دغه برخه کې خلک عادي حالت ته را ګرځېدلي دي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










