Language

د بلخ د پاسپورټ مديريت پخوانى مرستيال وژل شوی

مزارشريف (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): د بلخ ولايت د پاسپورټ مديريت پخوانى مرستيال له خپل ورور سره یو ځای په مزارشريف ښار کې وژل شوی دی.

د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اکرم سامع د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماخوستن د مزارشريف ښار د کارته اريانا په سيمه کې رامنځته شوه.

هغه زياته کړه، د پاسپورټ مديريت پخوانى مرستيال محمد سميع له خپل ورور جاوېد سره په موټر کې روان و چې د دوو وسله والو  له خوا په ډزو کې وژل شوي دي.

سامع وايي چې پوليسو په خپلو لومړنيو پلټنو معلومه کړې چې دا پېښه د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده او په تړاو يې د سميع خسر نيولى او پلټنې ترې روانې دي.

په لومړنيو څېړنو کې څرګنده شوې چې خسر يې په دغه قتل کې لاس درلود.

login or register a new account.