مزارشريف (پژواک، ١٩ وږى ٩٧): د بلخ ولايت د پاسپورټ مديريت پخوانى مرستيال له خپل ورور سره یو ځای په مزارشريف ښار کې وژل شوی دی.
د بلخ امنيه قوماندان مل پاسوال محمد اکرم سامع د وږي په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېر ماخوستن د مزارشريف ښار د کارته اريانا په سيمه کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه، د پاسپورټ مديريت پخوانى مرستيال محمد سميع له خپل ورور جاوېد سره په موټر کې روان و چې د دوو وسله والو له خوا په ډزو کې وژل شوي دي.
سامع وايي چې پوليسو په خپلو لومړنيو پلټنو معلومه کړې چې دا پېښه د کورنۍ دښمنۍ له امله رامنځته شوې ده او په تړاو يې د سميع خسر نيولى او پلټنې ترې روانې دي.
په لومړنيو څېړنو کې څرګنده شوې چې خسر يې په دغه قتل کې لاس درلود.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










