کندهار (پژواک، ۲۲ وږی ۹۷): د هلمند په کجکي بند کې د اوبو د کمښت له امله د برېښنا د تولید توربین درېدلی دی او ښايي تر راتلونکو څو ورځو دویم توربین هم ودرول شي.
له همدې امله د برېښنا تولید ۷ مېګاواټه ته را ټيټ شوی چې کندهار ښاریانو ته په هرو ۴۸ ساعتونو کې د ۷ یا ۸ ساعتونو لپاره ورکول کېږي څو یوازې خپلې لومړنۍ اړتیاوې ورباندې پوره کړي.
د کندهار د برېښنا رییس امان الله فاروقي په یوه خبري غونډه کې وویل، په ټولیزه توګه ټول هېواد او په ځانګړې توګه سوېلي زون سختې وچکالۍ ځپلی چې له امله یې د هلمند په کجکي بند کې د اوبو کچه له ۷۰ مترو څخه ۴۷ مترو ته راټيټه شوې ده.
هغه زیاته کړه، د اوبو د سمپا په موخه پر دغه بند د برېښنا د تولید یو توربین څو ورځې مخکې درول شوی او دویم به هم تر راتلونکو څو ورځو ودرول شي.
دی وايي، اوسمهال پر دغه بند یوازې یو توربین فعال دی چې کندهار ته ورڅخه ۷ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي چې په هرو ۴۸ ساعتونو کې ښاریانو ته یوازې ۷ یا ۸ ساعتونه برېښنا رسېږي څو د لومړنیو اړتیاوو لکه د څښاک اوبو او نورو لپاره کار وڅخه واخلي.
پر کجکي بند ۳ توربینونه نصب شوي چې په عادي حالت کې ۵۱ مېګاواټه برېښنا تولیدوي او کندهار ته ورڅخه ۲۰ مېګاواټه برېښنا ورکول کېږي.
خو فاروقي وايي چې د بېړنیو حالاتو لپاره د سولر برېښنا پر پلانټونو په شدت کار روان دی او تر راتلونکو څوو اوونیو پورې به د دغو پلانټونو مزي له مرکزي برېښنا کوټ سره وصل شي.
دغه پلانټونه یو د ۳۰ مېګاواټه او بل د ۱۰ مېګاواټه برېښنا د تولید په وړتیا جوړېږي.
هغه دغه راز یادونه وکړه چې د خلکو د لومړنیو اړتیاوو د پوره کولو په موخه د جنراتورونو لپاره یوه اندازه تېل هم لري چې په بېړینو حالاتو کې به ورڅخه کار واخیستل شي.
د برېښنا رییس وویل، د سولر برېښنا د پلانټونو کار تر ۵۰ سلنه ډېر مخکې تللی او اوس یوازې د سولري هنېدارو د نصبولو چارې پاتې دي چې په لنډ وخت کې پيل کېږي.
د ده په وینا، د ۳۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا د پروژې ۱۵ مېګاواټه برېښنا د ترکۍ ۷۷ کمپنۍ او ۱۵ مېګاواټه برېښنا د زولارستان کمپنۍ له خوا بشپږېږي چې په دې سره به د کندهار صنعتي پارک د برېښنا ستونزه یو مخ حل شي او اضافي برېښنا به ښاریانو ته ووېشل شي.
پر دغه پروژه ۳۸ میلیونه ډالر لګښت راځي چې د امریکا د پرمختیايي ادارې له خوا ورکول کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP