مزارشريف (پژواک،۳۱ وږی ۹۷): د بلخ پوهنې رياست څوکۍ ته دوه کسان بريالي شوي چې اوس يې جنجال جوړ کړی دی.
په مزارشريف ښار کې يو شمېر معترضينو وروسته له هغه د بلخ د پوهنې رياست دروازه وتړله او هلته يې د تحصن خېمې ودرولې چې پوهنې وزارت د معين په ګډون يوه پلاوي غوښتل په بلخ کې د پوهنې نوی رييس په رسمي ډول معرفي کړي.
معترضين د عظيم الحق عظيمي پلويان دي چې نږدې يو کال وړاندې د سي بي ار يا ازاد رقابت له لارې د بلخ پوهنې رياست څوکۍ ته بريالی شوی و خو په رسمي ډول لا پر دغه پوسټ نه وو ټاکل شوی.
په تازه ګام کې پوهنې وزارت يو ځل بيا د بلخ پوهنې رياست لپاره ازموينه اخيستې چې د مزارشريف اوسېدونکی علي الله اميري په کې بريالی شوی دی.
په همدې تړاو د بلخ لسګونه اوسېدونکي د عظيم الحق عظيمي په ملاتړ د بلخ پوهنې رياست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي او د ياد رياست دروازه يې د مراجعينو پر مخ تړلې ده.
يوه اعتراض کوونکي برهان الدين خليق پژواک ته وويل چې دوی د عدالت پلي کولو په موخه د بلخ د پوهنې رياست دروازه تړلې ده.
نوموړی وايي چې څو مياشتې وړاندې عظيم الحق عظيمي د سي بي ار پروسې له لارې د لوړو نومرو په اخيستو سره د بلخ پوهنې رياست ته بريالی شو، خو يو شمېر معلوم الحاله کړيو د هغه د معرفي کېدو مخه ونيوه.
هغه زياته کړه: ((په داسې حال کې چې عظيمي د بلخ معارف رياست ته بريالی و؛ خو پوهنې وزارت سرپل ولايت ته د معارف د رييس په حيث ولېږه چې هلته هم د جنبش ګوند پلويانو ونه مانه.))
نوموړی زياتوي، په داسې حال کې چې عظيمي رسمي مکتوب له ځان سره لري، اوس معارف وزارت د علي الله اميري په نوم بل کس د بلخ پوهنې رياست لپاره ګومارلی دی.
login or register a new account.