مزارشريف (پژواک،۳۱ وږی ۹۷): د بلخ پوهنې رياست څوکۍ ته دوه کسان بريالي شوي چې اوس يې جنجال جوړ کړی دی.
په مزارشريف ښار کې يو شمېر معترضينو وروسته له هغه د بلخ د پوهنې رياست دروازه وتړله او هلته يې د تحصن خېمې ودرولې چې پوهنې وزارت د معين په ګډون يوه پلاوي غوښتل په بلخ کې د پوهنې نوی رييس په رسمي ډول معرفي کړي.
معترضين د عظيم الحق عظيمي پلويان دي چې نږدې يو کال وړاندې د سي بي ار يا ازاد رقابت له لارې د بلخ پوهنې رياست څوکۍ ته بريالی شوی و خو په رسمي ډول لا پر دغه پوسټ نه وو ټاکل شوی.
په تازه ګام کې پوهنې وزارت يو ځل بيا د بلخ پوهنې رياست لپاره ازموينه اخيستې چې د مزارشريف اوسېدونکی علي الله اميري په کې بريالی شوی دی.
په همدې تړاو د بلخ لسګونه اوسېدونکي د عظيم الحق عظيمي په ملاتړ د بلخ پوهنې رياست مخې ته د اعتراض په ډول راټول شوي او د ياد رياست دروازه يې د مراجعينو پر مخ تړلې ده.
يوه اعتراض کوونکي برهان الدين خليق پژواک ته وويل چې دوی د عدالت پلي کولو په موخه د بلخ د پوهنې رياست دروازه تړلې ده.
نوموړی وايي چې څو مياشتې وړاندې عظيم الحق عظيمي د سي بي ار پروسې له لارې د لوړو نومرو په اخيستو سره د بلخ پوهنې رياست ته بريالی شو، خو يو شمېر معلوم الحاله کړيو د هغه د معرفي کېدو مخه ونيوه.
هغه زياته کړه: ((په داسې حال کې چې عظيمي د بلخ معارف رياست ته بريالی و؛ خو پوهنې وزارت سرپل ولايت ته د معارف د رييس په حيث ولېږه چې هلته هم د جنبش ګوند پلويانو ونه مانه.))
نوموړی زياتوي، په داسې حال کې چې عظيمي رسمي مکتوب له ځان سره لري، اوس معارف وزارت د علي الله اميري په نوم بل کس د بلخ پوهنې رياست لپاره ګومارلی دی.
خليق زياته کړه، دوی به اجازه ورنه کړي څو يې حقوق پايمال شي.
د نعمت الله کوهستاني په نوم يوه بل معترض پژواک ته وويل چې دوی اجازه نه ورکوي؛ څو عدالت تر پښو لاندې شي.
نوموړي زياته کړه، که دولت ازاد رقابت او ازموينې ته ارزښت ورکوي، نو په هغه کې خو عظيمي بريالی شوی او بايد د رييس په توګه معرفي شي.
هغه وايي: ((موږ باور لرو چې دلته بلخ کې د پردې تر شا نور څه روان دي، موږ دا حالت نشو زغملی او هېچا ته به اجازه ورنکړو چې په خپل سر معارف دپاره رييس وټاکي.))
کوهستاني زياتوي که غوښتنې يې ونه منل شي نو لاريونونه به پراخ کړي او د بلخ د پوهنې رياست دروازه به همداسې تړلې پاتې وي.
لاريون کوونکو يو پرېکړه ليک هم خپور کړ چې په کې له حکومت څخه غوښتل شوي وو څو يې قانوني غوښتنې ومنل شي.
په پرېکړه ليک کې له مرکزي حکومته هم غوښتل شوي وو چې بلخ ولايت کې د ثبات ساتلو په موخه بايد په سيمه ييزه حکومتولۍ د خلکو پراخ مشارکت ته زمينه برابره شي.
په پرېکړه ليک کې معترضينو ويلي وو، که غوښتنې يې ونه منل شي، نو د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره به حتی له زور څخه هم کار واخلي.
د بلخ والي محمد اسحاق رهګذر بيا وايي چې له پوهنې وزارت سره د دې موضوع په تړاو خبرې روانې دي او ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.
نوموړي پژواک سره خبرو کې ومنله چې دغه دواړه کسان د ازاد رقابت له لارې د بلخ پوهنې رياست ته بريالي شوي چې اوس يې هر يو خپل حق ګڼي.
هغه وايي چې د نوي رييس علي الله اميري د ټاکل کېدو په موخه د پوهنې وزارت پلاوی هم بلخ ته راغلی چې د يو شمېر خلکو د اعتراض له امله دغه چاره د لنډ مهال لپاره ځنډېدلې ده.
رهګذر زياتوي چې د يادې موضوع د حل په موخه يې يو پلاوی ټاکلی او له معترضينو سره يې خبرې هم پيل کړي دي.
د بلخ والي ډاډ ورکوي چې دغه ستونزه به ډېر ژر شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










