Language

د شمال کوچیان: حکومت راسره د ستونزو د حل په برخه کې مرسته نه کوي

مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): د شمالي ولايتونو د کوچيانو سرخېلان وايي چې حکومت له پامه غورځولي او د ستونزو د حل په برخه کې ورسره مرسته نه کېږي.

دوی دغه راز وايي چې په شمالي ولايتونو کې يې نږدې ۸۵ سلنه څرځایونه زورواکو غصب کړي چې له امله يې د دوی مالداري ورسره زيانمنه شوې ده.

د تابعيت تذکرو نه ورکړه او کوچي ماشومانو ته د زده کړو زمينې نه برابرول نورې هغه ستونزې دي چې د شمال کوچيان يې له امله له حکومته ګيله من دي.

د کوچيانو د لوی رياست مسوولين هم د څرځايونو غصب د کوچيانو د مالدارۍ پر وړاندې جدي ستونزه بولي خو زياتوي چې د غصب شوو مالچرونو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه يې هڅې پيل کړې دي.

د شمال زون د کوچيانو سرخېلانو دغه ستونزې د مېزان په لومړۍ نېټه په مزارشريف ښار کې د کوچيانو د ستونزو د ارزونې په پروګرام کې وکړې چې د کوچيانو د لوی رياست عمومي رييس هم په کې ګډون کړی و.

په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا مسوول سيد محمد حريق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اقتصادي او ملي پروګرامونو کې کوچيانو ته د برخې نه ورکړه هغه موضوع ده چې له امله يې د کوچيانو او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې په شمالي ولايتونو کې د کوچيانو کابو ۸۵ سلنه مالچرونه د محلي زورواکو له خوا غصب شوي چې له امله يې هر کال د کوچيانو زرګونه څاروي د لوږې له امله له منځه ځي.

حريق زياتوي چې په شمال کې د کوچيانو بله جدي ستونزه کوچي ماشومانو ته د زده کړو زمينې نه برابرېدل دي.

هغه وويل: ((دمګړی د کوچيانو ۹۰ سلنه اولادونه له زده کړو بې برخې دي، لوی لامل يې د کوچيانو د سيمو نا امني او د حکومت بې تفاوتي او نه پاملرنه ده.))

حريق زياته کړه چې په شمال کې ۹۰ سلنه کوچيان تذکرې نه لري چې له همدې امله په راتلونکو ټاکنو کې هم برخه نه شي اخيستلی.

نوموړي د شمالي ولايتونو سيمه ييزه ادارې له کوچيانو سره پر دوه ګوني چلند تورنې کړې چې په وينا يې دوی ته يې د تذکرو په ورکړه کې خپل مسووليت نه دی ادا کړی.

د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د کوچيانو يوه مشر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوي په سيمو کې د څر ځايونو نه شتون، د اوبو نشتوالی، حيواني حاصلاتو ته يې د بازار نه شتون هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.

login or register a new account.