منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۱۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د شمال کوچیان: حکومت راسره د ستونزو د حل په برخه کې مرسته نه کوي

· ۴ دقیقې لوستل · ۹۱ کتنې

مزارشريف (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): د شمالي ولايتونو د کوچيانو سرخېلان وايي چې حکومت له پامه غورځولي او د ستونزو د حل په برخه کې ورسره مرسته نه کېږي.

دوی دغه راز وايي چې په شمالي ولايتونو کې يې نږدې ۸۵ سلنه څرځایونه زورواکو غصب کړي چې له امله يې د دوی مالداري ورسره زيانمنه شوې ده.

د تابعيت تذکرو نه ورکړه او کوچي ماشومانو ته د زده کړو زمينې نه برابرول نورې هغه ستونزې دي چې د شمال کوچيان يې له امله له حکومته ګيله من دي.

د کوچيانو د لوی رياست مسوولين هم د څرځايونو غصب د کوچيانو د مالدارۍ پر وړاندې جدي ستونزه بولي خو زياتوي چې د غصب شوو مالچرونو د بېرته ترلاسه کېدو په موخه يې هڅې پيل کړې دي.

د شمال زون د کوچيانو سرخېلانو دغه ستونزې د مېزان په لومړۍ نېټه په مزارشريف ښار کې د کوچيانو د ستونزو د ارزونې په پروګرام کې وکړې چې د کوچيانو د لوی رياست عمومي رييس هم په کې ګډون کړی و.

په شمال زون کې د کوچيانو سراسري شورا مسوول سيد محمد حريق پژواک خبري اژانس ته وويل چې په اقتصادي او ملي پروګرامونو کې کوچيانو ته د برخې نه ورکړه هغه موضوع ده چې له امله يې د کوچيانو او حکومت ترمنځ فاصله رامنځته شوې ده.

نوموړی وايي چې په شمالي ولايتونو کې د کوچيانو کابو ۸۵ سلنه مالچرونه د محلي زورواکو له خوا غصب شوي چې له امله يې هر کال د کوچيانو زرګونه څاروي د لوږې له امله له منځه ځي.

حريق زياتوي چې په شمال کې د کوچيانو بله جدي ستونزه کوچي ماشومانو ته د زده کړو زمينې نه برابرېدل دي.

هغه وويل: ((دمګړی د کوچيانو ۹۰ سلنه اولادونه له زده کړو بې برخې دي، لوی لامل يې د کوچيانو د سيمو نا امني او د حکومت بې تفاوتي او نه پاملرنه ده.))

حريق زياته کړه چې په شمال کې ۹۰ سلنه کوچيان تذکرې نه لري چې له همدې امله په راتلونکو ټاکنو کې هم برخه نه شي اخيستلی.

نوموړي د شمالي ولايتونو سيمه ييزه ادارې له کوچيانو سره پر دوه ګوني چلند تورنې کړې چې په وينا يې دوی ته يې د تذکرو په ورکړه کې خپل مسووليت نه دی ادا کړی.

د بلخ د نهرشاهي ولسوالۍ د کوچيانو يوه مشر نورمحمد پژواک خبري اژانس ته وويل چې د دوي په سيمو کې د څر ځايونو نه شتون، د اوبو نشتوالی، حيواني حاصلاتو ته يې د بازار نه شتون هغه ستونزې دي چې دوی ورسره مخ دي.

هغه د يادو ستونزو تر څنګ دا ګيله هم لري چې په دولتي ادارو کې دوی ته سهم نه دی ورکړل شوی.

نورمحمد زياتوي چې په را روانو ټاکنو کې د ګډون لپاره دوی ته تذکرې هم نه دي وېشل شوې او په دې تړاو د بلخ په ګډون د شمالي ولايتونو د نفوسو د احوال د ثبت ادارې تورنوي چې کوچيانو ته تذکرې نه ورکوي.

هغه وويل: ((اوس هم وخت شته چې دولت موږ ته تذکرې راکړي او د سټېکر لګولو زمينه راته برابره کړي، څو موږ هم په ټاکنو کې برخه واخيستلی شو.))

د سمنګان ولايت د کوچيانو مشر حاجي عنايت الله پژواک ته وويل چې د ژوند لومړنيو اسانتياوو ته نه لاسرسی هغه جدي ستونزه ده چې د سمنګان کوچيان ورسره لاس او ګرېوان دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ د سمنګان کوچيان حتی د څښلو اوبه نه لري، په دښتو کې په خېمو کې ژوند کوي، که حکومت پاملرنه ونه کړي، نو دوی به بلې خوا ولاړ شي.))

نوموړی په سمنګان ولايت کې د زورواکو له شتون څخه هم اندېښنه لري او وايي چې د دوی څرځایونه يې په زور نيولي او د مالونو څرولو لپاره ځايونه نه لري.

عنايت الله هم وايي چې د دوی په سيمه کې ډېر شمېر کوچيان د تذکرو له وېش څخه بې برخې پاتې دي.

خو له دې سره سم د کوچيانو لوى رييس حکمت الله عصمت پژواک ته وويل چې بلخ ته د راتلو موخه يې دا ده، څو په شمالي ولايتونو کې د کوچيانو ستونزې له نږدې وګوري او د حل لپاره يې لارې چارې ولټوي.

نوموړي دا هم وويل چې کوچيان د ټاکنو او د تذکرو په برخه کې له خپل حق څخه بې برخې پاتې دي او په ځينو ولايتونو کې ورته هېڅ تذکرې نه دي وېشل شوې.

د کوچيانو لوی رييس له حکومته وغوښتل، څو د هېواد په ملي پروژو کې کوچيانو ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

نوموړي پر کوچيانو غږ وکړ چې په يوه اواز د خپلو حقونو ترلاسه کولو لپاره غږ پورته کړي.

ده همدا راز دا هم وويل چې د څرځایونو د غصب له امله ډېری کوچيانو خپله مالداري له لاسه ورکړې خو ژمنه يې وکړه چې د مالچرونو بيا ترلاسه کولو لپاره يې هڅې پيل کړې دي.

نوموړي زياته کړه چې له کوچيانو په لرو پرتو سيمو کې د وسله والو او زورواکو له خوا د زکات په نوم مالونه اخيستل کېږي چې په وينا يې دې ستونزې اندېښمن کړي.

د يادونې ده، د شمال ولايتونو تر څنګ د هېواد په يو شمېر نورو سيمو کې هم کوچيان له ورته ستونزو سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ټولنه