کندهار (پژواک د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): د زابل چارواکي وايي، په شهرصفا ولسوالۍ کې يوه بندي نن ماښام پر پوليسو ډزې کړې او درېيو پوليسو ته يې مرګ ژوبلې اړولې ده.
د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال، پژواک خبري اژانس ته وويل، نن ماښام یو طالب بندي چې یوه ورځ مخکې نيول شوی و، نن ماښام د لمانځه پر مهال له یوه پولیس څخه کلاشینکوف اخیستی او پر پولیسو یې ډزې کړې دي.
هغه زیاتوي، په ډزو کې یو پولیس وژل شوی او دوه پولیس نور ټپیان شوي دي. په ټپیانو کې د ولسوالۍ جنايي مدیر هم شامل دی.
د ده په وينا، وروسته برید کوونکی د ولسوالۍ پخلنځي ته اور ورته کړی او تښتېدلی دی.
ده وویل، د پېښې په اړه د پولیسو پلټنې روانې دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP