Language

ځینې ادارې شېرخان بندر کې له سوداګرو غیر قانوني پیسې اخلي

کندوز ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): د کندوز ولايت په شېر خان بندر کې يو شمېر سوداګر وايي چې د ځينو ادارو له لوري غير قانوني پيسې ترې اخيستل کېږي چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي.

خو بل لور ته د کندوز والي وايي چې له ټولو هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې له سوداګرو غير قانوني پيسې ترلاسه کوي.

د کندوز والي عبدالجبار نعيمي، د ولايتي شورا يو شمېر غړو او ځينو نورو دولتي چارواکو د تلې په لومړۍ نېټه له شېر خان بندره ليدنه وکړه.

له يادو چارواکو سره د ليدنې پر مهال د شېر خان بندر د سوداګرو استازي شمس الله وويل چې د امنيتي ستونزو تر څنګ د بېلابېلو ادارو له خوا له سوداګرو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي.

د هغه د معلوماتو له مخې، د شېر خان بندر تصدي، پوليس، ښاروالي او کله نا کله ناپېژانده وسله وال له سوداګرو غير قانوني پيسې اخلي.

ده زياته کړه: ((يو دلته کاري زمينه سمه نه ده برابره، بل چې دا غير قانوني پيسې هم اخيستل کېږي، بېخي يې د سوداګرو وضعيت خراب کړى دى.))

دغه راز بل سوداګر حيرت فاريابي هم د يادو ستونزو تر څنګ وويل چې شېر خان بندر ښارګوټي ته بايد پراختيا ورکړل شي.

ده وويل: ((زموږ اساسي مشکل نا امني او د غير قانوني پيسو اخيستل دي، خو د ښې کاري فضا لپاره بايد شېر خان بندر ته بايد پراختيا ورکړل شي.))

يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه.

په دې ليدنه کې د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي پر حکومت ټينګار وکړ چې شېر خان بندر کې د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.

دى وايي: ((سوداګرو ته بايد صنعتي ښارګوټى جوړ شي، ترانسپورټي ترمينل بايد جوړ شي، د رېل پټلۍ بايد وغځول شي او د سوداګرو نورې ستونزې هم بايد هوارې شي.))

په ورته وخت کې د کندوز والي وويل، ټول هغه کسان به ونيول شي چې له سوداګرو غير قانوني پيسې ترلاسه کوي.

login or register a new account.