کندوز ښار (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ٩٧): د کندوز ولايت په شېر خان بندر کې يو شمېر سوداګر وايي چې د ځينو ادارو له لوري غير قانوني پيسې ترې اخيستل کېږي چې له ستونزو سره يې مخ کړي دي.
خو بل لور ته د کندوز والي وايي چې له ټولو هغو کسانو سره به قانوني چلند وکړي چې له سوداګرو غير قانوني پيسې ترلاسه کوي.
د کندوز والي عبدالجبار نعيمي، د ولايتي شورا يو شمېر غړو او ځينو نورو دولتي چارواکو د تلې په لومړۍ نېټه له شېر خان بندره ليدنه وکړه.
له يادو چارواکو سره د ليدنې پر مهال د شېر خان بندر د سوداګرو استازي شمس الله وويل چې د امنيتي ستونزو تر څنګ د بېلابېلو ادارو له خوا له سوداګرو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د شېر خان بندر تصدي، پوليس، ښاروالي او کله نا کله ناپېژانده وسله وال له سوداګرو غير قانوني پيسې اخلي.
ده زياته کړه: ((يو دلته کاري زمينه سمه نه ده برابره، بل چې دا غير قانوني پيسې هم اخيستل کېږي، بېخي يې د سوداګرو وضعيت خراب کړى دى.))
دغه راز بل سوداګر حيرت فاريابي هم د يادو ستونزو تر څنګ وويل چې شېر خان بندر ښارګوټي ته بايد پراختيا ورکړل شي.
ده وويل: ((زموږ اساسي مشکل نا امني او د غير قانوني پيسو اخيستل دي، خو د ښې کاري فضا لپاره بايد شېر خان بندر ته بايد پراختيا ورکړل شي.))
يو شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او د حل غوښتنه يې وکړه.
په دې ليدنه کې د کندوز ولايتي شورا رييس محمد يوسف ايوبي پر حکومت ټينګار وکړ چې شېر خان بندر کې د سوداګرو ستونزې هوارې کړي.
دى وايي: ((سوداګرو ته بايد صنعتي ښارګوټى جوړ شي، ترانسپورټي ترمينل بايد جوړ شي، د رېل پټلۍ بايد وغځول شي او د سوداګرو نورې ستونزې هم بايد هوارې شي.))
په ورته وخت کې د کندوز والي وويل، ټول هغه کسان به ونيول شي چې له سوداګرو غير قانوني پيسې ترلاسه کوي.
ده وويل چې د شېر خان بندر اړوند ټولې ستونزې يې يادښت کړې او د حل لپاره به يې اړين اقدامات وکړي.
دغه راز د کندوز امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالباقي نورستاني وويل چې د سوداګرو د امنيت د تامين لپاره وروستۍ هلې ځلې کوي.
ده وويل چې په شېر خان بندر کې هېڅ ډول امنيتي ستونزې نشته او که د لارې په اوږدو کې کومه ستونزه وي، نو د حل لپاره ژر اقدام کوي.
د يادونې ده، د کندوز تر څنګ په نورو ولايتونو کې هم له سوداګرو په بېلابېلو نومونو غير قانوني پيسې اخيستل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.









