غزني(پژواک،٥تله٩٧): ولسمشر غني وايي چې غزني کې به د سل ميليونه افغانيو په لګښت د يو تالار د جوړېدو ترڅنګ د دې ولايت د روغتون د جوړېدو او تجهيز چارې هم ژر پيل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمن رولا غني او يو شمېر نور چارواکي د غزني ولايت د بېلابېلو برخو وضعيت د څېړنې په موخه نن سهار غزني ولايت ته رسېدلي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د دې سفر په ترڅ کې لومړى د غزني د ولايتي شورا له غړو سره وکتل.
د ولايتي شورا غړو د امنيت د ټينګښت، د ځواکونو د ډېرښت، لوړو زده کړو، د لومړي درجه ولايت په توګه د غزني ولايت د تشکيل د ترتيبولو او نورو برخو په اړه ولسمشر ته خپل وړانديزونه وکړل.
وروسته ولسمشر وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې او ټولو وزارتونو ته يې لارښوونه کړې چې د غزني ولايت لپاره د لومړي درجه ولايت ټولې اسانتياوې په پام کې ونيسي.
دغه راز هغه وويل چې په غزني ښار کې د ستر تالار ودانولو لپاره سل ميليونه افغانۍ تخصیص کېږي او د دې ولايت د روغتون د ودانولو او تجهيز کار به هم ژر پيل شي.
همدارنګه ولسمشر وروسته په يوه بله غونډه کې له امنيتي چارواکو سره هم خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې ولسمشر غني د غزني ولایت د امنیتي وضعیت، د ښاري کمربندونو د تحکیماتو، د بېسونو او د امنیتي پوستو د جوړولو په هکله د لوی درستیز او د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندان راپور واورېده.
ولسمشر امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د عملیاتو، د ځواکونو د تجهیز او د امکاناتو د وېش لپاره دې یو واضح پلان جوړ کړي او د ځواکونو پر همغږۍ او واحدې قوماندې یې ټینګار وکړ.
پر غزني د طالبانو له وسله وال ډله ييز بريد وروسته دا دويم ځل دى چې ولسمشر غني دې ولايت ته سفر کوي.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني په غزني کې له ښځو سره وکتل.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د غزني ولایت ښځو د زنداني ښځو، نجونو ته د روزنتون، د نسايي ولادي روغتون، ښځینه ښوونځیو، د کاري فرصتونو او د ښځینه خبریالانو د امنیت د تامین په برخو کې له ولسمشر سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP