غزني(پژواک،٥تله٩٧): ولسمشر غني وايي چې غزني کې به د سل ميليونه افغانيو په لګښت د يو تالار د جوړېدو ترڅنګ د دې ولايت د روغتون د جوړېدو او تجهيز چارې هم ژر پيل شي.
ولسمشر محمد اشرف غني، لومړۍ مېرمن رولا غني او يو شمېر نور چارواکي د غزني ولايت د بېلابېلو برخو وضعيت د څېړنې په موخه نن سهار غزني ولايت ته رسېدلي دي.
ولسمشر محمد اشرف غني د دې سفر په ترڅ کې لومړى د غزني د ولايتي شورا له غړو سره وکتل.
د ولايتي شورا غړو د امنيت د ټينګښت، د ځواکونو د ډېرښت، لوړو زده کړو، د لومړي درجه ولايت په توګه د غزني ولايت د تشکيل د ترتيبولو او نورو برخو په اړه ولسمشر ته خپل وړانديزونه وکړل.
وروسته ولسمشر وويل چې د سيمه ييزو ارګانونو ادارې او ټولو وزارتونو ته يې لارښوونه کړې چې د غزني ولايت لپاره د لومړي درجه ولايت ټولې اسانتياوې په پام کې ونيسي.
دغه راز هغه وويل چې په غزني ښار کې د ستر تالار ودانولو لپاره سل ميليونه افغانۍ تخصیص کېږي او د دې ولايت د روغتون د ودانولو او تجهيز کار به هم ژر پيل شي.
همدارنګه ولسمشر وروسته په يوه بله غونډه کې له امنيتي چارواکو سره هم خبرې اترې وکړې.
په دې غونډه کې ولسمشر غني د غزني ولایت د امنیتي وضعیت، د ښاري کمربندونو د تحکیماتو، د بېسونو او د امنیتي پوستو د جوړولو په هکله د لوی درستیز او د ۲۰۳ تندر قول اردو د قوماندان راپور واورېده.
ولسمشر امنیتي مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د عملیاتو، د ځواکونو د تجهیز او د امکاناتو د وېش لپاره دې یو واضح پلان جوړ کړي او د ځواکونو پر همغږۍ او واحدې قوماندې یې ټینګار وکړ.
پر غزني د طالبانو له وسله وال ډله ييز بريد وروسته دا دويم ځل دى چې ولسمشر غني دې ولايت ته سفر کوي.
له بلې خوا ولسمشر محمد اشرف غني په غزني کې له ښځو سره وکتل.
له ارګ څخه پژواک اژانس ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کتنه کې د غزني ولایت ښځو د زنداني ښځو، نجونو ته د روزنتون، د نسايي ولادي روغتون، ښځینه ښوونځیو، د کاري فرصتونو او د ښځینه خبریالانو د امنیت د تامین په برخو کې له ولسمشر سره خپلې ستونزې او وړاندیزونه شریک کړل.
سرچينه کاږي، ولسمشر غني د سولې لپاره د ښځو کار او حوصله وستایله او د غزني والي ته یې لارښوونه وکړه چې د زنداني ښځو یو لېست ترتیب کړي او هغه چې په شرایطو برابرې دي، د عفوې فرمان یې صادر شي.
هغه په غزني ولایت کې د ښځینه خبریالانو ستونزو ته په اشارې وویل، خبریالانو څخه حکومت هر اړخیز ملاتړ کوي او د غزني والي ته یې لارښوونه وکړه چې د هغو خبریالانو لېست ترتیب کړي چې په وروستیو پېښو کې يې زیان لیدلى وي چې مرسته ورسره وشي.
ده زياته کړه، د ۶۰۰۰ښوونځیو د جوړولو لپاره بوديجه په پام کې نیول شوې ده چې تر دوو کلونو به د ښوونځیو د ودانیو ستونزه حل شي. هغه زیاته کړه، د غزني لومړیتوبونه به د کلیو د پراختیااو بيارغونې وزارت سره شریک کړي.
همدارنګه نوموړي د غزني والي ته لارښوونه چې د غزني د نسايي ولادي روغتون د جوړولو، د ډاکټرانو د تخصص پروګرام د پيل او د نجونو لپاره د روزنتون تخمیني بوديجه او واضح وړاندیز ترتیب کړي چې د هغې په رڼا کې اقدام وشي.
په دې کتنه کې د هېواد لومړۍ مېرمن وویل، د افغانو مېرمنو پر وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ناامني ده باید سولې ته کار وکړو.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










