Language

خلک: پکتيکا کې وسله وال طالبان په زور د جلغوزو د حاصلاتو عُشر ټولوي

ښرنه(پژواک،٨تله٩٧): د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان له دوى څخه په زور د جلغوزو د حاصلاتو عُشر ټولوي، خو طالبان بيا وايي چې خلک په خپله خوښه يوه اندازه پيسې دوى ته ورکوي.

د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي احمد الله د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د جلغوزو ونو له مالکانو څخه عُشر ټولوي.

دى وايي: (( که عُشر ورنه کړي نو بيا يې د حاصلاتو ټولولو ته نه پرېږدي نو خلک مجبورېږي چې طالبانو ته عُشر ورکړي.))

دغه راز د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي محمود پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په څېر اوس هم په منظم ډول د طالبانو له لوري د جلغوزو د حاصلاتو عُشر ټولېږي.

دى وايي: (( د عُشر ټولول دطالبانو لپاره يوه عايداتي سرچينه ده، خو څوک يې مخه نه شي نيولى او په بېغمه زړه يې ټولوي.))

همدارنګه د زيړوک اوسېدونکي جندالله پژواک ته وويل چې د دوى ولسوالۍته هم طالبان ورځي او د جلغوزو د حاصلاتو عشر ټولوي.

دى وايي:((طالبان راځي، د ټيکه دار د قرارداد پاڼه ګوري،په هرڅه چې دې قراردادکړى وي، لس سلنه يې طالبان اخلي.))

د هغه په وينا، د دوى په سيمه کې د حکومتي ځواکونو د نشتون له امله دوى اړ کېږي چې طالبانو ته عشر ورکړي.

دغه راز په دې اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولايت په شاوخوا لسو ولسواليو کې له خلکو څخه د جلغوزو عشر ټولوي.

ده زياته کړه: (( اوس جلغوزي رسېدلي دي، طالبانو هم د عشر ټولول پيل کړي دي، که څوک يې ورنه کړي په زور يې ترې اخلي.))

خو د پکتيکا چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.

د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې طالبان نه شي کولى له خلکو څخه په زور عشر ټول کړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.