ښرنه(پژواک،٨تله٩٧): د پکتيکا د يو شمېر ولسواليو اوسېدونکي وايي چې وسله وال طالبان له دوى څخه په زور د جلغوزو د حاصلاتو عُشر ټولوي، خو طالبان بيا وايي چې خلک په خپله خوښه يوه اندازه پيسې دوى ته ورکوي.
د پکتيکا د سروبي ولسوالۍ اوسېدونکي احمد الله د تلې په اتمه پژواک خبري اژانس ته وويل چې هره ورځ په دې ولسوالۍ کې وسله وال طالبان د جلغوزو ونو له مالکانو څخه عُشر ټولوي.
دى وايي: (( که عُشر ورنه کړي نو بيا يې د حاصلاتو ټولولو ته نه پرېږدي نو خلک مجبورېږي چې طالبانو ته عُشر ورکړي.))
دغه راز د سرروضې ولسوالۍ اوسېدونکي محمود پژواک ته وويل چې د تېرو کلونو په څېر اوس هم په منظم ډول د طالبانو له لوري د جلغوزو د حاصلاتو عُشر ټولېږي.
دى وايي: (( د عُشر ټولول دطالبانو لپاره يوه عايداتي سرچينه ده، خو څوک يې مخه نه شي نيولى او په بېغمه زړه يې ټولوي.))
همدارنګه د زيړوک اوسېدونکي جندالله پژواک ته وويل چې د دوى ولسوالۍته هم طالبان ورځي او د جلغوزو د حاصلاتو عشر ټولوي.
دى وايي:((طالبان راځي، د ټيکه دار د قرارداد پاڼه ګوري،په هرڅه چې دې قراردادکړى وي، لس سلنه يې طالبان اخلي.))
د هغه په وينا، د دوى په سيمه کې د حکومتي ځواکونو د نشتون له امله دوى اړ کېږي چې طالبانو ته عشر ورکړي.
دغه راز په دې اړه د پکتيکا د ولايتي شورا غړي مبين فقير زاده پژواک ته وويل چې طالبانو د دې ولايت په شاوخوا لسو ولسواليو کې له خلکو څخه د جلغوزو عشر ټولوي.
ده زياته کړه: (( اوس جلغوزي رسېدلي دي، طالبانو هم د عشر ټولول پيل کړي دي، که څوک يې ورنه کړي په زور يې ترې اخلي.))
خو د پکتيکا چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.
د پکتيکا د والي وياند محمد الرحمن اياز پژواک ته وويل چې په دې ولايت کې طالبان نه شي کولى له خلکو څخه په زور عشر ټول کړي.
هغه وايي چې په دې اړه تر اوسه چا دوى ته شکايت نه دى کړى او که داسې کومه ستونزه وي نو دوى به يې د حل لپاره اقدام وکړي.
بل لورته د دې موضوع په اړه د وسله والو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې دوى په زور د جلغوزو عشر نه ټولوي، خو خلک په خپله خوښه يوه اندازه پيسې طالبانو ته ورکوي.
د يادونې ده چې د پکتيکا اومنه، سروبي، زيړوک، سرورضه، اومنه، برمل، ګيان، ګومل او اورګون ولسوالۍ د جلغوزو پراخ ځنګلونه لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










