کندهار (پژواک، ۸ تله ۹۷): په کندهار کې د توبرکلوز/نري رنځ د ناروغانو د درملنې د ځانګړي مرکز د جوړولو چارې پیل شوې.
د نري رنځ د ناروغانو د درملنې دغه مرکز د بې پولې ډاکټرانو سازمان MSF له خوا جوړېږي چې ۲۵ بسترونه لري.
د دغه ۲۵ بستریز روغتون د بنسټ د ډبرې اېښودلو په مراسمو کې د کندهار لپاره د بې پولې ډاکټرانو د سازمان مشر الن ایف. دي لاروسا، د کندهار والي زلمي ویسا، د عامې روغتیا رييس ډاکټر عبدالقیوم پخلا، د ولايتي شورا غړو او نورو چارواکو ګډون کړی و.
د کندهار لپاره د بې پولې ډاکټرانو د سازمان مشر الن ایف. دي لاروسا پژواک خبري اژانس ته وویل، د نري رنځ ناروغۍ د درملنې دغه مرکز به ۲۵ بسترونه ولري چې د یوه کال په موده کې جوړېږي.
هغه زیاته کړه، د دغه مرکز د ودانۍ پر جوړولو ۱،۲ میلیونه یورو لګښت راځي چې د بې پولې ډاکټرانو د سازمان له خوا ورکول کېږي.
دی وايي، له دې سره به په سوېل کې د درملو پر وړاندې د مقاوم نري رنځ ناروغان وکولی شي په یوه پرمختللي او مجهز مرکز کې وړیا درملنه وکړي.
د ده په خبره، اړوند سازمان له تېر کال راهیسې په کندهار کې په فعالیت پيل کړی او تر دې مهاله یې په خپل موقتي مرکز کې ۵۰ تنه د مقاوم نري رنځ ناروغان بستر کړي او د هغوی درملنه یې کړې ده.
ده وویل، اوسمهال په دغه مرکز کې د بېلابېلو ولایتونو ۴۱ ناروغان تر درملنې لاندې دي چې ۱۲ تنه یې تر بریالۍ درملنې وروسته رخصت شوي دي.
دغه راز ده یادونه وکړه چې په روان کال کې د دغه سازمان ډاکټرانو د کندهار په میرویس روغتون کې ۱۱ زره کسان معاینه کړي چې له دې جملې څخه ۱۰۰۰ تنه په نري رنځ اخته ناروغان تر درملنې لاندې دي چې ۱۰۰ تنه یې رخصت شوي دي.
الن وویل، نری رنځ اوس هم په افغانستان کې لویه ستونزه ده او د روغتیا د نړیوال سازمان د رسمي شمېرو له مخې هر کال د دغه هېواد ۱۳ زره کسان د دغې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.
نوموړي د دغه سازمان په اړه هم معلومات ورکړل او یې ویل چې ایم ایس ایف یو غیر انتفاعي او غیر سیاسي طبي بشري بنسټ دی چې د استقلالیت، بې طرفۍ او عدم تبعیض له اصولو سره سم په افغانستان کې وړیا روغتیايي خدمات وړاندې کوي.
د ده په وینا، دغه سازمان د نړۍ له ۷۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې فعالیت لري چې اصلي موخه یې هغو خلکو ته روغتیايي خدمت رسول دي چې په وسله والو نښتو، ساري ناروغیو او طبیعي پېښو کې زیانمن شوي وي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP