مزار شريف ( پژواک، ۸ تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تازه ارزونې له مخې، په دغه ولايت کې ۴۱ ټاکنيز مرکزونه په بشپړ ډول سقوط دي او ۲۴ نور يې هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
د دغه کمېسيون په وينا، که د يادو ټاکنيزو مرکزونو د امنيت لپاره هڅې ونه شي؛ نو دوی په کې ټاکنې نه شي کولی.
له دې سره دبلخ امنيه قومانداني په روانه اوونۍ د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت په موخه د پوځي عملياتو د پيل خبره کوي.
خو د بلخ د يو شمېر نا امنه سيمو اوسېدونکي وايي چې دوی د نا امنيو له امله په ټاکنو کې د ګډون کولو هېڅ امکان نه ويني.
درې ورځې کېږي چې په ټول هېواد کې د ولسي جرګې د نوماندانو تر منځ ټاکنيز کماپينونه پيل شوي؛ خو شته نا امني، د يادو کمپاينونو او ټاکنو پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي.
په شمال زون کې له سياسي او اقتصادي پلوه کليدي ولايت بلخ هم يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې نا امني په کې د ټاکنو بهير پر وړاندې لوی ګواښ بلل کېږي.
بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر محمد ظاهر اکبري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د نا امنيو له امله په دغه ولايت کې د ۳۱۵ ټاکنيزو مرکزونو له ډلې ۴۱ يې په بشپړ ډول سقوط دي او ۲۴ نور يې هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.
نوموړی زياتوي، تر ټولو ډېر ټاکنيز مرکزونه د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې تړل شوي، چې ورپسې چهاربولک، دولت اباد او شورتېپه ولسوالۍ کې هم ګڼې ستونزې شته.
هغه زياته کړه : (( له بده مرغه په چمتال ولسوالۍ کې ډېرو ستونزو سره مخ يو، ۱۶ مرکزونه په بشپړ ډول سقوط دي، ۳ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې او ۲ مرکزونه تر ټيټ امنيتي ګواښ لاندې دي او دغې ولسوالۍ کې يواځې ۶ ټاکنيز مرکزونه په نورمال حالت کې دي.))
د بلخ د ټاکنو رييس وويل چې له چمتال وروسته، چهاربولک، دولت اباد او شورتېپه هغه ولسوالۍ کې دي، چې يو شمېر ټاکنيز مرکزونه په کې تړل شوي او ځينې په کې تر ګواښونو لاندې دي.
د اکبري په خبره، که امنيتي ځواکونه د يادو ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي نه کړي؛ نو دوی نه شي کولی چې هلته انتخاباتي مواد ولېږي او ټاکنې ترسره کړي.
نوموړي زياته کړه: (( موږ ته د ټاکنيزو مرکزونو، خپلو کارمندانو، نوماندانو او رايې ورکوونکو امنيت ډېر مهم دی او کوم ځای کې چې امنيتي ځواکونه د امنيت ډاډ را نه کړي؛ هلته ټاکنې نه ترسره کوو.))
login or register a new account.