منځپانګې ته تلل
جمعه ۱۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۵۶ غ.م
۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۳° ↓۳°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کمېسيون : په بلخ کې ۴۱ ټاکنيز مرکزونه په بشپړ ډول سقوط دي

· ۶ دقیقې لوستل · ۱۴۹ کتنې

مزار شريف ( پژواک، ۸ تله ۹۷): په بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د تازه ارزونې له مخې، په دغه ولايت کې ۴۱ ټاکنيز مرکزونه په بشپړ ډول سقوط دي او ۲۴ نور يې هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

د دغه کمېسيون په وينا، که د يادو ټاکنيزو مرکزونو د امنيت لپاره هڅې ونه شي؛ نو دوی په کې ټاکنې نه شي کولی.

له دې سره دبلخ امنيه قومانداني په روانه اوونۍ د ټاکنيزو مرکزونو د امنيت په موخه د پوځي عملياتو د پيل خبره کوي.

خو د بلخ د يو شمېر نا امنه سيمو اوسېدونکي وايي چې دوی د نا امنيو له امله په ټاکنو کې د ګډون کولو هېڅ امکان نه ويني.

درې ورځې کېږي چې په ټول هېواد کې د ولسي جرګې د نوماندانو تر منځ ټاکنيز کماپينونه پيل شوي؛ خو شته نا امني، د يادو کمپاينونو او ټاکنو پر وړاندې جدي خنډ ګڼل کېږي.

په شمال زون کې له سياسي او اقتصادي پلوه کليدي ولايت بلخ هم يو له هغو ولايتونو څخه دی، چې نا امني په کې د ټاکنو بهير پر وړاندې لوی ګواښ بلل کېږي.

بلخ کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د سيمه ييز دفتر مشر محمد ظاهر اکبري له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل چې د نا امنيو له امله په دغه ولايت کې د ۳۱۵ ټاکنيزو مرکزونو له ډلې ۴۱ يې په بشپړ ډول سقوط دي او ۲۴ نور يې هم تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې دي.

نوموړی زياتوي، تر ټولو ډېر ټاکنيز مرکزونه د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې تړل شوي، چې ورپسې چهاربولک، دولت اباد او شورتېپه ولسوالۍ کې هم ګڼې ستونزې شته.

هغه زياته کړه : (( له بده مرغه په چمتال ولسوالۍ کې ډېرو ستونزو سره مخ يو، ۱۶ مرکزونه په بشپړ ډول سقوط دي، ۳ مرکزونه تر لوړ امنيتي ګواښ لاندې او ۲ مرکزونه تر ټيټ امنيتي ګواښ لاندې دي او دغې ولسوالۍ کې يواځې ۶ ټاکنيز مرکزونه په نورمال حالت کې دي.))  

د بلخ د ټاکنو رييس وويل چې له چمتال وروسته، چهاربولک، دولت اباد او شورتېپه هغه ولسوالۍ کې دي، چې يو شمېر ټاکنيز مرکزونه په کې تړل شوي او ځينې په کې تر ګواښونو لاندې دي.

د اکبري په خبره، که امنيتي ځواکونه د يادو ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي نه کړي؛ نو دوی نه شي کولی چې هلته انتخاباتي مواد ولېږي او ټاکنې ترسره کړي.

نوموړي زياته کړه: (( موږ ته د ټاکنيزو مرکزونو، خپلو کارمندانو، نوماندانو او رايې ورکوونکو امنيت ډېر مهم دی او کوم ځای کې چې امنيتي ځواکونه د امنيت ډاډ را نه کړي؛ هلته ټاکنې نه ترسره کوو.))  

د ټاکنو کمېسيون رييس هيله مندي وښوده، چې د بلخ امنيتي مسوولينو ډاډ ورکړی، چې ډېر ژر به د نا امنو سيمو د امنيت په موخه پوځي عمليات پيل کړي.

هغه له نوماندانو هم غوښتنه وکړه، چې د خپلو ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال ټول انتخاباتي او حقوقي اوصولو ته درناوی وکړي.

اکبري وويل، چې ټول کانديدان تر نظارت لاندې دي او د غير قانوني کړنو د ترسره کېدو پر مهال به دوی ورسره قانوني چلند وکړي.

نوموړي زياته کړه چې د ټولو کانديدانو د مالي لګښتونو څارنه هم کوي او په دې برخه کې د هر کانديد د لګښت اندازه ځانګړې شوې ده.

اکبري وايي: (( د بلخ هر نوماند کولی شي، چې د خپل کمپاين پر مهال يو ميليون او شپږ سوه زره افغانۍ لګښت وکړي او کوم کانديد، چې له دې ډېر کوي، قانوني چلند به ورسره کېږي.))

په ورته وخت کې د بلخ د نا امنه ولسواليو اوسېدونکي هم وايي، که حالت همداسې دوام وکړي؛ نو دوی به په ټاکنو کې ګډون ونه شي کړای.

د چمتال ولسوالۍ د ولسي شورا مشر حاجي يارمحمد خان پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د ولسوالۍ ډېری سيمې يې د طالبانو په لاس کې دي او ټاکنې په کې ناممکنې دي.

هغه زياته کړه چې تر اوسه هېڅ يو کانديد هم د دغې ولسوالۍ کليو ته د امنيتي ستونزو له امله د کمپاين لپاره نه دی ورغلی.

دى زياتوي، چې دی نه پوهېږي ولې امنيتي ځواکونه د نا امنيو د کابو کولو لپاره اقدامات نه کوي.

يارمحمدخان وويل: (( دا شپږ مياشتې کېږي، چې نا امني زياته شوې، چارواکي هره ورځ خبرې کوي، چې عمليات پيل کوو؛ خو تر اوسه يې هېڅ څرک ونه لګېد، زه دا درته ويلای شم، چې يو سلمه امکان نه لري، چې چمتال کې دې خلک د رايې ورکولو صندوقونو ته لاړ شي.))

هغه زياته کړه چې دمګړۍ په چمتال ولسوالۍ کې يو يا دوه داسې ټاکنيز مرکزونه شته، چې نسبتا يې امنيت خوندي دی او که همداسې پاتې شي ښايي خلک په کې رايه ورکړل شي.

له دې سره د چهاربولک ولسوالۍ د تېمورک کلي اوسېدونکی عطامحمد خان وايي، چې سر له اوسه وسله والو طالبانو خلکو ته خبرداری ورکړی، چې په ټاکنو کې به ګډون نه کوي.

هغه زياته کړه، چې د يادې ولسوالۍ ډېری سيمې د طالبانو لاس کې دي او هغه کلي چې د دولت تر ولکې لاندې دي، خلک يې د تبليغاتي پاڼو له لارې تهديد شوي، چې ټاکنو کې به ګډون نه کوي.

نوموړي وويل: (( ټاکنيز کمپاينونه شروع شوي؛ خو زموږ په سيمو کې لا هم خلک خبر نه دي، چې ټاکنې څه وخت دي او چاته رايه ورکړي.))

د هغه په خبره، که امنيتي ځواکونه ژر تر ژره لاس په کار نه شي؛ نو په ولسوالۍ کې به يې زرګونه خلک له رايې ورکولو او حپل قانوني حق څخه محروم شي.

د بلخ امنيتي چارواکي هم مني، چې د بلخ په يو شمېر ولسواليو کې د امنيتي ننګونو له امله ټاکنيز مرکزونه تر ګواښ لاندې راغلي دي.

امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع پژواک ته وويل چې د ۴۱ ټاکنيزو مرکزونو د امنيت خونديتوب لپاره يې پلان جوړ کړی دی.

هغه زياتوي، چې روانه اوونۍ کې به د يادو ټاکنيزو ستونزو د حل په موخه پوځي عمليات هم پيل شي.

د بلخ امنيه قوماندان دا هم وويل، چې د ټاکنو کمېسيون، د بلخ اوسېدونکو او ټولو نوماندانو ته ډاډ ورکوي، چې په يو شمېر نا امنه سيمو کې به هم انتخاباتو ترسره کېدو ته زمينه برابره کړي.

سامع زياتوي، چې په دې وروستيو کې امنيتي ګواښونه راکم شوي او په خبره يې چې د عملياتو په پيل کېدو سره به تر ټولو ټيټې کچې ته راورسېږي.

نوموړي زياته کړه، چې د بلخ ولايت ټولو امنيتي پوليسو ته سپارښتنه شوې، څو د هېڅ يوه کانديد په ګټه باندې کار ونه کړي او يا هم د هغوی د کمپاين برخه وګرځي.

سامع وايي:((امنيتي ځواکونه د ټاکنو د پروسې د امنيت دنده پر غاړه لري، که هر يوه نظامي منسوب کوم نوماند ته کمپاين وکړ او يا يې هم د ټاکنو په پروسه کې لاسوهنه وکړه؛ نو هماغه مهال به له دندې لرې او عدلي او قضايي ارګانونو ته معرفي شي.))

بلخ کې د ټاکنو کمېسيون وايي، دوی به هر هغه ځای ته ټاکنيز مواد ونه لېږي او ټاکنې به په کې ترسره نه کړي، چې د امنيت په اړه يې ډاډ شوي نه وي.

 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دولت او سياست