مزارشريف (پژواک، ۱۰ تله ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو تصفيوي عملياتو کې پر بېلابېلو جرمونو لسګونه تورن کسان نيول شوي دي.
د بلخ امنيه قومانداني وايي چې تېره شپه يې هم د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې په يوه قمارخانه کې پر غلاوو، قتل او اختطاف تورن ۳۵ کسان نيولي دي.
د مزارشريف ښار اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو غواړي چې ياد عمليات د اوږدمهال لپاره وغځوي.
دوه اوونۍ وړاندې کورنيو چارو وزير بلخ ته د خپل سفر پر مهال په مزارشريف ښار کې له جنايي جرمونو او نامسوولو وسله والو سره د مبارزې په موخه د پوليسو ځانګړې قطعه ايجاد کړه.
د يادې قطعې له جوړېدو سره هم مهاله په مزارشريف ښار کې د نامسووله وسله والو او پر بېلابېلو جرمونو تورنو کسانو د نيولو عمليات هم پيل شول، چې تر دې مهاله يې ۶۸ تورن کسان نيول شوي دي.
په تازه عملياتو کې تېره شپه د ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند الکوزي څلورلارې ته څېرمه په يوې قمارخانه کې ۳۵ تورن کسان د پوليسو لاس ته ورغلي دي.
د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع د تلې په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې تازه نيول شوي ۳۵ تنه کسان، پر غلاوو، اختطاف، او وژنو تورن دي.
سامع زياته کړه، چې د د دغو عملياتو پر مهال يې په ياده سيمه کې مشهوره قمارخانه هم له منځه وړې ده.
امنيه قوماندان زياتوي، چې دوه ورځې وړاندې يې هم په مزار شريف ښار کې د ځانګړو عملياتو پر مهال پر بېلابېلو جرمونو تورن ۳۳ کسان نيولي وو.
د هغه په خبره د دوی د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې مزار شريف ښار کې ۲۱ وسله والو ډلو فعاليت درلود، چې د ښار وضعيت يې نارامه کړی وو.
نوموړی زياتوي، چې د پوليسو د عملياتو له پيل سره دوه مهم بانډونه نيول شوي، دوه بانډونه له وېرې فراري دي او د نورو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.
د سامع په وينا، نيول شوي تورن کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.
login or register a new account.