منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۰۶ غ.و
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د بلخ پوليسو په يوې قمارخانه کې ٣٥ کسان نيولي

· ۳ دقیقې لوستل · ۸۸ کتنې

مزارشريف (پژواک، ۱۰ تله ۹۷): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د پوليسو د ځانګړو ځواکونو تصفيوي عملياتو کې پر بېلابېلو جرمونو لسګونه تورن کسان نيول شوي دي.

د بلخ امنيه قومانداني وايي چې تېره شپه يې هم د مزارشريف ښار د دويمې امنيتي حوزې مربوطاتو کې په يوه قمارخانه کې پر غلاوو، قتل او اختطاف تورن ۳۵ کسان نيولي دي.

د مزارشريف ښار اوسېدونکي له امنيتي ځواکونو غواړي چې ياد عمليات د اوږدمهال لپاره وغځوي.

دوه اوونۍ وړاندې کورنيو چارو وزير بلخ ته د خپل سفر پر مهال په مزارشريف ښار کې له جنايي جرمونو او نامسوولو وسله والو سره د مبارزې په موخه د پوليسو ځانګړې قطعه ايجاد کړه.

د يادې قطعې له جوړېدو سره هم مهاله په مزارشريف ښار کې د نامسووله وسله والو او پر بېلابېلو جرمونو تورنو کسانو د نيولو عمليات هم پيل شول، چې تر دې مهاله يې ۶۸ تورن کسان نيول شوي دي.

په تازه عملياتو کې تېره شپه د ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند الکوزي څلورلارې ته څېرمه په يوې قمارخانه کې ۳۵ تورن کسان د پوليسو لاس ته ورغلي دي.

د بلخ امنيه قوماندان پاسوال محمد اکرم سامع د تلې په ۱۰مه په مزارشريف ښار کې يوه مطبوعاتي کنفرانس ته وويل چې تازه نيول شوي ۳۵ تنه کسان، پر غلاوو، اختطاف، او وژنو تورن دي.

سامع زياته کړه، چې د د دغو عملياتو پر مهال يې په ياده سيمه کې مشهوره قمارخانه هم له منځه وړې ده.

امنيه قوماندان زياتوي، چې دوه ورځې وړاندې يې هم په مزار شريف ښار کې د ځانګړو عملياتو پر مهال پر بېلابېلو جرمونو تورن ۳۳ کسان نيولي وو.

د هغه په خبره د دوی د کشفي او استخباراتي معلوماتو له مخې مزار شريف ښار کې ۲۱ وسله والو ډلو فعاليت درلود، چې د ښار وضعيت يې نارامه کړی وو.

نوموړی زياتوي، چې د پوليسو د عملياتو له پيل سره دوه مهم بانډونه نيول شوي، دوه بانډونه له وېرې فراري دي او د نورو د نيولو لپاره هڅې روانې دي.

د سامع په وينا، نيول شوي تورن کسان د لا ډېرو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارګانونو ته سپاري.

په ورته وخت کې د مزارشريف اوسېدونکي د پوليسو د ځانګړې قطعې وروستي عمليات ستايي او له لا دوامداره کېدو غوښتنه يې کوي.

د مزار شريف ښار د دويمې امنيتي حوزې اوسېدونکي احمد فريد پژواک خبري اژانس ته وويل چې له تېرې يوې اوونۍ راهيسې په ښار کې امنيتي وضعيت د ښه کېدو پر لور روان دی.

هغه زياتوي چې تېره شپه د دوی په سيمه کې پر يوې قمارخانې باندې پوليسو چاپه وهلې چې له امله يې لسګونه تورن کسان نيولي دي.

د هغه په خبره، دغه قمارخانه له تېرو څو کلونو راهيسې فعاله وه چې هر ډول غلو، تښتونکو او قاتلينو به پناه ور وړله.

نوموړی غوښتنه کوي چې امنيتي ځواکونه بايد هغه کسان هم ونيسي چې حکومتي دندې لري او له يادو نامسووله وسله والو ملاتړ کوي.

د مزارشريف يو بل اوسېدونکی محمد شعيب بيا ټينګار کوي چې د پوليسو له خوا پيل شوي عمليات دې د اوږد مهال لپاره وي.

هغه پژواک ته وويل چې په وروستيو درېيو مياشتو کې د ښار امنيتي وضعيت تر بل هر وخت خراب شوی و.

د هغه په خبره: ((له تېرو درېیو مياشتو راهيسې تقريباً هره شپه په ښار کې قتلونه او تښتونې کېدې، خلک له وضعيت څخه ډېر په تشويش کې وو او ان د ماښام له اذان وروسته به څوک له کوره هم نه راوتل.))

خو هغه زياتوي چې د تېرو څو ورځو عملياتو پر مهال د لسګونه تورنو کسانو په نيول کېدو سره خلک يو ځل بيا د وضعيت ښه کېدو ته هيله من شوي دي.

د مزارشريف دغه اوسېدونکی وايي چې د بلخ له پوليسو سره د مرکز قوي ملاتړ موجود دی او په خبره يې دوی بايد له موقع په استفادې ټور مجرمين تعقيب او ونيسي.

د بلخ امنيه قوماندان رسنيو ته وويل چې له ښار وروسته به دغه تصفيوي عمليات ولسواليو ته وغځوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه