Language

د لوګر کروندګر خپلو پیازو ته بازار غواړي

پل علم (پژواک، ١١ تله  ۹۷): د لوګر ولايت ګڼ شمېر کروندګر وايي چې سږ کال يې پيازو ښه حاصل ورکړی خو د بازار د نه شتون له امله اړ دي چې من په ٣٠ افغانۍ وپلوري.

په دې اړه د لوګر د مرکز پورک سيمې اوسېدونکي شېر خان د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر درې جريبه ځمکه يې پياز کرلي او ښه حاصلات يې هم ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: ((د کال له پیله تر دې دمه مې ډېره خواري او لګښت پرې کړي خو اوس یې چې د خرڅلاو وخت دى، خریدار یې نشته او څوک یې له سره پوښتنه هم نه کوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال يې يوه بورۍ پياز (١٦منه) په درې زره کلدارې پلورله خو سږ کال همدغه اندازه څوک په ٩٠٠ کلدارې هم نه پېري.

د هغه په وينا چې اوس دوى اړ دي يو من پياز (اووه کيلو) په دېرش افغانۍ هغه هم په پرچون ډول وپلوري.

دغه راز د مرکز د دادوخېلو سیمې يوه بزګر عزیزالله پژواک ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې هر کال په ١٥ جريبه ځمکه کې پياز کري.

دى وايي: ((تېر کال مې د پيازو له درکه درې ميليونه کلدارې ګټه کړې وه، خو اوس چې یې د خرڅولو وخت دى، هېڅوک يې پوښتنه نه کوي.))

همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ د اببازک سيمې يوه کروندګر زرين خان پژواک ته وويل چې سږ کال يې پنځه جريبه ځمکه کې پياز کرلي او سل زره افغانۍ لګښت يې پرې کړى دى.

ده وويل: ((فکر مې کاوه چې د نورو کلونو په څېر د پيازو له درکه به يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړو، خو سږ کال بازار نشته، له ډېر تشویشه ناروغه شوى يم.))

دغه راز د لوګر کروندګرو د يوې ټولنې مشر سيداحمد پژواک ته وويل، که چېرې د بزګرو د پيازو حاصلاتو ته بازار پيدا نه شي، ميليونونه افغانۍ زيان به وکړي.

دى وايي: ((د کروندګرو ژوند هسې هم سم نه وي، که په حاصلاتو کې هم تاوان وکړي نو سخته ضربه ده ورته، زه له حکومت نه غواړم چې نورو هېوادونو سره په دې برخه کې قراردادونه وکړي.))

د دغه ولايت ګڼ شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې جدي غوښتنه وکړه چې د دوى پيازو ته د خرڅلاو بازار پيدا کړي او يا دې په دغه ولايت کې د اړتيا مطابق سړې خونې ورته جوړې کړي.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.