منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۴ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۸°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د لوګر کروندګر خپلو پیازو ته بازار غواړي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۴ کتنې

پل علم (پژواک، ١١ تله  ۹۷): د لوګر ولايت ګڼ شمېر کروندګر وايي چې سږ کال يې پيازو ښه حاصل ورکړی خو د بازار د نه شتون له امله اړ دي چې من په ٣٠ افغانۍ وپلوري.

په دې اړه د لوګر د مرکز پورک سيمې اوسېدونکي شېر خان د تلې په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر درې جريبه ځمکه يې پياز کرلي او ښه حاصلات يې هم ترلاسه کړي دي.

ده زياته کړه: ((د کال له پیله تر دې دمه مې ډېره خواري او لګښت پرې کړي خو اوس یې چې د خرڅلاو وخت دى، خریدار یې نشته او څوک یې له سره پوښتنه هم نه کوي.))

د نوموړي د معلوماتو له مخې، تېر کال يې يوه بورۍ پياز (١٦منه) په درې زره کلدارې پلورله خو سږ کال همدغه اندازه څوک په ٩٠٠ کلدارې هم نه پېري.

د هغه په وينا چې اوس دوى اړ دي يو من پياز (اووه کيلو) په دېرش افغانۍ هغه هم په پرچون ډول وپلوري.

دغه راز د مرکز د دادوخېلو سیمې يوه بزګر عزیزالله پژواک ته وويل چې له تېرو لسو کلونو راهيسې هر کال په ١٥ جريبه ځمکه کې پياز کري.

دى وايي: ((تېر کال مې د پيازو له درکه درې ميليونه کلدارې ګټه کړې وه، خو اوس چې یې د خرڅولو وخت دى، هېڅوک يې پوښتنه نه کوي.))

همدارنګه د محمداغې ولسوالۍ د اببازک سيمې يوه کروندګر زرين خان پژواک ته وويل چې سږ کال يې پنځه جريبه ځمکه کې پياز کرلي او سل زره افغانۍ لګښت يې پرې کړى دى.

ده وويل: ((فکر مې کاوه چې د نورو کلونو په څېر د پيازو له درکه به يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کړو، خو سږ کال بازار نشته، له ډېر تشویشه ناروغه شوى يم.))

دغه راز د لوګر کروندګرو د يوې ټولنې مشر سيداحمد پژواک ته وويل، که چېرې د بزګرو د پيازو حاصلاتو ته بازار پيدا نه شي، ميليونونه افغانۍ زيان به وکړي.

دى وايي: ((د کروندګرو ژوند هسې هم سم نه وي، که په حاصلاتو کې هم تاوان وکړي نو سخته ضربه ده ورته، زه له حکومت نه غواړم چې نورو هېوادونو سره په دې برخه کې قراردادونه وکړي.))

د دغه ولايت ګڼ شمېر نورو سوداګرو هم ورته څرګندونې وکړې او له حکومته يې جدي غوښتنه وکړه چې د دوى پيازو ته د خرڅلاو بازار پيدا کړي او يا دې په دغه ولايت کې د اړتيا مطابق سړې خونې ورته جوړې کړي.

د يادو څرګندونو په اړه د لوګر د کرنې رييس دين محمد مهمند پژواک ته وويل چې هر کال په دغه ولايت کې پر شاوخوا ١٢ زره هکټاره ځمکه پياز کرل کېږي.

ده زياته کړه: ((سږ کال پياز بازار نه لري، زه يې يو عمده لامل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سياسي اړيکو خرابوالى بولم.))

مهمند وايي تر خپل وسه کوښښ کوي چې د کروندګرو د پيازو حاصلاتو ته ښه بازار پيدا کړي، خو ټينګار کوي چې حکومتي مشران بايد د هېواد د حاصلاتو لپاره په بهر کې بازار پيدا کړي.

د لوګر د کرنې رياست د معلوماتو له مخې، تېر کال له دغه ولايت څخه ٣٨زره ټنه د پيازو حاصلات ترلاسه شوي وو.

د يادونې ده، تر دې وړاندې د فراه او يو شمېر نورو ولايتونو کروندګرو هم شکايتونه کړي وو چې سږ کال يې د پيازو د حاصلاتو لپاره اړين بازار نشته او له تاون سره مخ دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه