واشنګټن (پژواک، ١١ تله ٩٧): پاکستان او امريکا پر وسله والو طالبانو غږ کړى چې د افغان شخړې د هواري لپاره بايد د خبرو اترو له چانسونو ګټه پورته کړي.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزیر شاه محمود قريشي چې امريکا ته په يوه رسمي سفر تللى، پرون يې د امريکا د بهرنيو چارو له وزير مايک پومپيو او د ملي امنيت له سلاکار جان بولټن سره ليدلي دي.
د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو له خوا په خپرو شوو خبرپاڼو کې راغلي چې دواړو لورو د افغان شخړې پر سياسي هواري ټينګار وکړ.
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير محمود قريشي په دې ليدنه کې ويلي چې هېواد يې د افغان شخړې د سياسي هواري ملاتړ کوي؛ ځکه چې هلته نظامي هلو ځلو نتيجه نه ده ورکړې.
قريشي د افغانستان په مشرۍ او مالکيت د سولې له خبرو اترو او پروسو د خپل ملاتړ ډاډ ورکړى دى.
د هغه په وينا، د افغانستان سوله او ثبات د پاکستان د اوږودمهال ثبات لپاره اړين دي.
سرچينې ويلي چې د امريکا او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو پر دې هوکړه کړې چې د افغان شخړې سياسي هوارى په کار دى او طالبان بايد د خبرو اترو له چانسونو ګټه پورته کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن